د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د چین له جمهور رئیس سره وکتل


د افغانستان جمهور رئیس ددې لپاره چین ته تللی دی چې د دواړو ملکونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې تقویه کړي.

د چین جمهور رئیس هو جن تاو نن په پیکینگ کې له جمهور رئیس کرزي سره وکتل. د ښاغلي کرزي ددغه سفر په دوران کې توقع ده چې د دواړو ملکونو تر منځ د ثبات، امنیت او د سرمای گزارئ پر مسایلو خبرې وشي.

د هغه د چین د سفر د ایجنډا په سر کې یو ټکی دا هم دی چې په افغانستان کې د روان تشدد په راکمولو کې د چین مرسته راجلب شي. چین له دې امله هم د افغانستان د ناامنیو پیښو ته اندیښمن دی چې دوی فکر کوي چې په چینايي ایالت سینکیانگ کې جدايي غوښتونکي په افغانستان کې پناه ځایونه لري او هلته روزل کیږي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند چین گانگ په روانه اونۍ کې وویل، ملک یې په دې نظر دی چې یو آرام او باثباته افغانستان د دوی په گټه دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت دغه ویاند وايي، ملک یې په هغو مشکلاتو خبر دی چې افغانستان یې د آرامه بیارغاونې د تر سره کولو په لاره کې لري، او چین به تل دغه جنگ ځپلي ملک ته د امنیت په راوستلو کې فعاله برخه واخلي. دی وايي، چین به تر خپلې وسې پورې هیڅ ډول مرسته دریغ نکړي.

په پیکینگ کې د افغانستان سفارت وايي چې چین په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د بیارغاونې سره ١٨٠ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي اړیکې هم مخ په وده روانې دي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، کیدای شي ځینې نوې لوزنامې لاسلیک شي خو تر اوسه جزیات نه دي خپاره شوي.

چین گانگ وايي، د جمهور رئیس کرزي د سفر په دوران کې دواړه خواوې به په خپلو کې د دوه اړخیز اعتماد په بهتره کولو او د اقتصادي او تجارتي اړیکو په تقویه کولو باندې خبرې وکړي.

یوه عمده موضوع د افغانستان د عینک د مسو د کان قرارداد دی چې یوه چینايي شرکت ژمنه کړې چې په دې برخه کې به درې میلیارد ډالره سرمایه گزاري کوي. د روانو ناامنیو له امله دا ډیر وخت کیږي چې ددغه پروژې د پیلولو کار ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې ده چې سبا د پنجشنبې په ورځ به جمهور رئیس کرزی د پیکنگ د پوهنتون محصلینو ته وینا وکړي. هغه همدارنگه د صدراعظم وین جیا باو او د چین د پارلمان د رئیس وو بنگو سره گوري.

دغه رسمي سفر به د پنجشنبې په ورځ ناوخته پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG