د لاس رسي وړ اتصالات

کندز: د ايساف هليکوپتر بيړنۍ ناسته كړې


په كندوز كې هغه وخت د ايساف يوې هلیكوپتر بيړنۍ ناسته وكړه چې د طالبانو له خوا پرې د اتومات ماشيندارو ډزې وشوې.

د كندوز ولايت د ارچي ولسوالۍ كې ددغې هيلوكپټر له بيړنۍ ناستې وروسته وسله والو طالبانو د طيارې په عمله هم ډزې كړي، په كندوز كې دايساف مطبوعاتي مسول وايي چې د ايساف په هيلو كپټر باندې د ارچي په ولسوالۍ كې طالبانو د اتومات ماشيندارو ډزې وكړې چې له امله يې دغه طياره زيانمنه شوه او پرواز ته يي ادامه نه شوه وركولاى.

په كندوز كې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي چې په طياره كې ناستو كسانو ته زيان ندې وراوښتې.

د ايساف د مطبوعاتي دفتر افغان كاركونكې سادات وايي چې په هيلوكپټر له ډزو وروسته طيارې د زيات پرواز كولو توان نه درلوده نو ځكه يې بيړنۍ ناسته وكړه، هغه زياتوي چې د هيلوكپټر سورلي د نورومرستندويه طيارو په ذريعهد ايساف مركز ته انتقال شوي دي.

دارچي ولسوالۍ اوسيدونكي هم وايي چې طالبانو پر يوه هيلو كپټر ډزې وكړي چې له امله يې طيارې نور پرواز نه شو كولاې.

د ارچي دوه تنه اوسيدونكي چې له نوم اخيستنې څخه يې ډډه كوله اشنار راډيو ته يې وويل چېهغوي طيارې ته مخامخ ناست دي، خو نزدې نه دي ورغلي، هغوي وايي چې د هيلو كپټر د مخې برخې باندې لمبې بلې شوي چې تر لږ ځنډ وروسته په دښته كې كښناسته.

هغوي ويل چې هيلوكپتر د بيا پاڅيدو هخه كوله خو پرواز يې نه شو كولاې، يو ځل مخكې هم د كندوز ولايت د چاردرې په ولسوالۍ كې په هغه هيلوكپټر باندې طالبانو د ماشيندارو ډزې كړې وې چېد المان د دفاع وزير په كې له چاردرې نه ليدنه كوله. د المان ددفاع وزير كندوز ته د ناټو په هوايي بريد كې د وژل شوو ملكي كسانوپه اړه د تحقيقاتو لپاره راغلى و.

XS
SM
MD
LG