د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتو استازي د حزب اسلامي له پلاوي سره وکتل


د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خاص استاځي د افغانستان د حکومت ضد تندروانو د یوې ډلې د استاځو سره په کابل کې کتلي دي.

د ملګرو ملتونو یو خبر لیک وايي چې (ستیفان دي مستورا) د حزب اسلامي د هیات خبري واوریدې او ویې ویل چې د افغانستان د چارواکو سره د دوی لیدو کاتو د افغانستان په مشري د سولې هلې ځلې چې غواړي افغانستان ته ثبات راولي لازیاتې مهمې کړي دي.

دا لومړي تایید سوی ملاقات دي چې د پخواني جنګسالار ګلب الدین حکمتیار د رالېږلي هیات او د ملګرو ملتونو ترمنیځ کېږي. دغه ډلهچې د طالبانو تر څنګ په افغانستان کې فعالیت کوي د یاغیانو یوه غټه ډله ده چې ددغه ملک په شمال او ختیځ کې د افغانستان د حکومت او خارجي قواوو پرخلاف جنگیږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو سازمان د افغانستان د حکومت نه غوښتي دي چې هغه قانون دي فسخه کړي چې ددغه ملک پارلمان تصویب کړی او جنګي جنایت کاران یې د محاکمې نه معاف کړي دي.

XS
SM
MD
LG