د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس:طالبان به په افغانستان کې ماته وخوري


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس د امریکا سناتورانو ته وویل چی دی احتیاطا دې ته خوشبین دی چی طالبان به په افغانستان کی ماته وخوري.

هغه پرون د پنجشنبې په ورځد سناتورانو پوښتنو ته جوابونه وویل. ښاغلي گېټس وویل چی که څه هم چی تر اوسه پوری لا ٣٠ زره امریکایي اضافي عسکر افغانستان ته نه دي رسیدلی، د طالبانو د قواو په مقابل کی تحرک موجود دی.

د امریکا ددفاع وزیر وویل چی « طالبان به شاید بیرحمه او خطرناک وي، مگر هغوی په افغانستان کی خپل اعتبار بایللی دی او خلک په ښه سترگه نه ورته گوری.»

ښاغلي گېټس دا خبرداری هم ورکړ چی دده په قول « ډیري سختي او اوږدې ورځی لا په مخکي دي. »

د امریکا ددفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن دواړه د مشرانو جرگې ته ورغلي وو چی د هغه ٣٥ ملیارډ ډالرو دفاع وکړی چی په افغانستان کی د نظامي او ملکی چارو د پاره د تکمیلي بودجې په توگه تخصیص سوي دي.

د بهرنیو چارو وزیري وویل چی د ملکی چارو د کارکونکو شمیر تیر کال په افغانستان کی څلور چنده سوی و.

هغې په افغانستان کی د هغو سیمو د ساتلو او محافظت د پاره چی د طالبانو نه نیول سوي دي، چی په دې جمله کی د مارجې ښارگوټی هم شامل دی دوه ملیارډ ډالره اضافي بودیجه وغوښته.

XS
SM
MD
LG