د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي یو جهیل د ورانیدو نه ساتي


پاکستاني چارواکي زیار باسي هغه جهیل چی د ځمکی ښوئیدو نه وروسته جوړ سوی، د ورانیدو نه وساتي، ځکه که هغه ونړیږي نو د اوبو سیل به یې د څه د پاسه ٥٠ زره خلکو ژوند په خطر کی واچوي.

د جنوري په میاشت کی کله چی یوه پراخه ټوټه ځمکه وښوئیده، نو د(هنزا) سیند یې بند کړ، کلي یې وران کړل او لږ تر لږه ١۴ کسه یې ووژل. او د یوولس کیلو مترو په اوږدوالي او اویا مترو په ژورتیا یې یو جهیل جوړ کړ.

د ملي فاجعو د څارني او نظارت په نامه یوه ویب پاڼه وایی چی اوس هره ورځ چی تیریږي په دغه جهیل کی ٣٠ سانتي متره اوبه زیاتیږي. دې جهیل د قراقرم لویه لار هم بنده کړې ده. دا د چین سره د پاکستان مهمه تجارتي لار ده.

د محلي پارلمان غړي وایی چی د پوځ انجنیران زیار باسي ددې جهیل نه اوبه ورو ورو را وباسي او هغه وچ کړی. مگر د سیمی اوسیدونکي وایی چی حکومت ددې جهیل نه د راپیدا سوي خطر په له منځه وړلو کی ډیر سوکه دی.

یوه مامور وویل چی که دا جهیل ونړیږي ، نو د اوبو څپې به یې هر هغه څه چی په مخکی یې راځي ور سره یوسي.

XS
SM
MD
LG