د لاس رسي وړ اتصالات

په اورکزیو کې ۲۱ یاغیان وژل شوي


د پاکستان پوځ وایی چی د اورکزیوپه قبایلي سیمه کی په یوه جگړه کی پنځه عسکر او لږترلږه ٢١ یاغیان وژل سوی دي.

پوځ وویل چی یاغیانو نن د جمعې په ورځ سهار وختي ددوی په یوې پوستې باندی حمله وکړه او عسکر مجبور سول چی جواب یې ورکړي.

ددې حملې نه وروسته څو هوایي حملې وسوې چی لږ تر لږه ٥٠ کسه په کی ووژل سول چی اکثره یې مشکوک یاغیان وو.

محلي چارواکو وویل چی په دې حملو کی یوه مدرسه او یو ښوونځی چی د طالبانو له خوا استعمالیده په نښه سوي وو.

ویل کیږي چی ډیر یاغیان د اردو د حملو نه د ځان ساتلو د پاره اورکزیو ته تښتیدلي دي.

له بلي خوا پولیسو پرون د پاکستان په مرکزي ښار جیلم کی د پنځه کلن برتانوي هلک د تښتولو په اړه دوه تنه نیولي دي.

تحقیقات کونکي وایی چی دغه نیول سوي کسان د یوې جنایی ډلي غړي دی چی نور جنایتونه یې هم کړي او خلک یې وژلي او تښتولي دي.

XS
SM
MD
LG