د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون د افغانستان پر ماموریت باندې ۳۳ میلیارده ډالر لګوي


د کریسشین ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا کانګرس د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزنې د مصارفو په خاطر اندېښمن دی. د ډایلي تیلیګراف ورځپاڼه لیکي چې بریتانیې په افغانستان کې خپل د ۲۰۱۰ کال د ماموریت د لګښتونو دپاره د ۴ میلیاردو پونډو اعلان کړی ، واشنګټن پوست لیکي چین کرزي ته د دوستۍ اطمینان ورکړی. او د آمریکا نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان تاریخ تهکتو سره چې اټمي ټیکنالوژۍ یې په سیمه کې پر نورو ملکونو خرڅه کړې، د آمریکا او پاکستان ترمنیځ به د ملکي اټمي ټیکنالوژۍ په برخه کې تر ډیرې مودې پوري موافقه ونیسي. د دغو مطالبو خلاصه مو برابره کړې چې په لاندې ډول ده:

کریشین ساینس مانیتور خپل د مارچ د ۲۵ نېټې په ګڼه کې لیکي چې د آمریکا د دفاع وزارت د افغانستان د ماموریت او دغه راز په دغه ملک کې د افغان ملي امنیتي قواوو د روزلو دپاره د کانګرس نه غوښتي دي چې ۳۳ میلیارده ډالر بودیجه دي تصویب کړي. خو په عین حال کې بیا د آمریکا کانګرس د دغه ماموریت د اوږمهاله لګښتونو په خاطر لکه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزلو مسله چې کولای شي کلونو په بر کې ونیسي، اندېښنه ښودلې.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکاد دفاع وزیر رابرت ګیټس او د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د آمریکا د سنا په یوې استماعیه غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان د ماموریت د لګښتونو دپاره یې د دفاع د وزارت د ۳۳ میلیاردو ډالرو ،غوښتنې دفاع وکړه. دغه ۳۳ میلیارده ډالره، د هغو ۷۰۵ میلیاردو ډالرو بودیجې نه بیل دي چې د دفاع وزارت یې کانګرس ته د فیبرورۍ په میاشت کې خپل د کلنیزې بودېجه په توګه وړانديز کړی و.

ورځپاڼه لیکي چې کانګرس ته د پېشنهاد شوي بودیجې زیاته برخه به د افغانستان پر ماموریت باندې ولګول شي. ددغو پیسو نه ۲،۶ میلیارده ډالر به د افغانستان د ملي امنیتي قواوو پر روزنې باندې ولګول شي ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې هلو ځلو ته د یوې اوږمهالې پروژې په سترګه کتل کېږي او کانګرس له دې امله اندېښمن دی چې په اوږمهاله کې په دې برخه کې لګښت یو بوج ګرځیدلای شي.

خو ورځپاڼه د آمریکا د اوهایو د ایالت د سناتور ( ووینیچ) له قوله دا پوښتنه مطرح کوي چې بالآخره د افغانستان ماموریت څومره نور وخت نیسي، ۵ کاله به ونیسي، ۱۰ کاله به ونیسي او یا که ۱۵ کاله به ونیسي،،.

ورځپاڼه لیکي چې د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن د سناتور ( ووینیچ) د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان ماموریت اوس یو ه ډیر حساس پړاو ته ننوتی دی او دا ښايي څو کاله دوام وکړي. په حقیقت کې زه په دې باور یم چې هیڅوک هم نشی کولای چې دغه ماموریت ته یو مشخص مهلت وټاکي. مونږ په دې لټه کې یو چې سیمې د طالبانو د حضور نه پاکې کړو، د افغانستان د ملي امنیتي قواوو سره په ګډه له نېږدې کار وکړو او د افغانستان د پوځ او حکومتي ادارو ظرفیت لوړ کړو.

ورځپاڼه لیکي چې پر دغې پوښتنې باندې د آمریکا د کانګرس زیات شمیر لوړ پوړي غړي غور کوي او وايي چې د افغانستان په باب د جمهور ریس اوباما د حکومت ژمنې به کلونو په بر کې ونیسي ترڅو کومې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو روزل یو آسانه کار نه دی ځکه د عراق پرعکس افغانستان په تیر لنډ تاریخ کې هیڅ رسمي نظامي تشکیل نه درلود. ورځپاڼه لیکي چې د دې برسېره چې عراق د صدام حسین د رژیم پرمهال رسمي او منظم د اردو تشکیل درلود، آمریکا ۶ کاله د عراق پر ملي امنیتي قواوو باندې کار وکړ چې قواووې یې وروزل شي او اوس دغه ملک (۶۶۵۰۰۰) قواووې لري.

دغه راز ورځپاڼه دا هم لیکي چې د عراق په پرتله افغانستان محدودې منابعې لري چې د روزنې د بهیر نه ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم د آمریکا سره ملګري د ناټو هیوادونه په افغانستان کې حضور لري خو د افغانستان د ملي امنیتي قواوو په روزنې کې زیات فشار پر آمریکا باندې دی.

ورځپاڼه لیکي په داسي حال کې چې د افغانستان څخه د آمریکايي قواوو د راوتلو بهیر به د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې پیل شوي خو د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزلو لړۍ به تر ډېرې مودې پوري ادامه وموندي.

د بلي خوا د لندن د ډایلي تیلیګراف ورځپاڼه خپل د مارچ د ۲۵ نېټې په ګڼه کې لیکي چې د بریتانیې د مالیې وزیر په افغانستان کې د بریتانیوي عسکرو د ماموریت د لګښت دپاره د ۴ میلیاردو پونډو اعلان کړی دی

ورځپاڼه زیاتوي د دې برسېره چې حکومت د بریتانیوي قواوو غوښتنې چې د نورو امکاناتو او منابیعو غوښتنه یې کړې وه، رد کړي، د بریتانیې د مالیې وزیر ددغه ملک پارلمان ته وویل چې بریتانیوي قواووې زمونږ د ملک نماینده ګي کوي.

ورځپاڼه د مالیې د وزیر ښاغلي ډارلینګ له قوله لیکي چې په افغانستان کې د راروان کال د ماموریت دپاره ۴ میلیارده پونډه ځانګړي شوي دي.

همدارنګه د واشنګټن پوست ورځپاڼه خپل د مارچ د ۲۶ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې چین کرزي ته د ملګرتیا او دوستۍ اطمینان ورکړی.

ورځپاڼه لیکي چې د پنجشنبې په ورځ چین جمهور ریْس کرزي ته ډاډ ورکړ چې د هغو کسانو په ډله کې به رانشي چې پر جمهور ریس کرزي باندې د اداري فساد تورنه لګوي او وايي چې په حکومت کې یې ټول خپل خویښان او خپلوان ځای پر ځای کړي او دغه راز د افغانستان د جمهوري ریاست په دویم ځلي انتخاباتو کې ټګي برګي شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د چین د پارلمان یو لوړ پوړي چارواکي په بیجیګنګ کې د جمهو ریْس کرزي سره په یوه غونډه کې هغه ته وویل چې چین د افغانستان په سیاست کې هیڅ داسي څه نه ویني چې پرې انتقاد وکړي. ورځپاڼه زیاتوي چې دا د چین د خارجي سیاست ښکارندویه دی چې د خپل ګاونډیو هیوادونو کورني مسایل ترهغه پوري چې د چین د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي د پامه غورځوي.

ورځپانه لیکي چې د چین د کمونست ګوند دویم درجه جګپوړي چارواکي ښآغلي (وو) جمهور ریْس کرزي ته د چین د خلګو په تالار کې د غونډې پر مهال وویل چې په سیاسي مواردو کې زمونږ او ستاسو ترمینځ هیڅ اختلافات نشته.

ورځپاڼه لیکي چې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې جمهور ریْس کرزي چین ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه د چین حکومت یو ځل بیا د یوې مشترکې بیانیې په ترڅ کې خپل د حکومت پر اصولو او دریځ باندې ټینګار وکړ او دا یې یوه پلا بیا په ډاګه کړه چې چین خپل د ګاونډیو ملکونو د کورنیو مسایلو په برخه کې د نه مداخلې دریځ غوره کړی.

ورځپاڼه لیکي د دې سره سره چې چین په افغانستان کې نظامي حضور نه لري او جمهور ریْس کرزی د ناټو او آمریکا پر قواوو باندې تکیه کوي چې خپل کمزوری حکومت د طالبانو په مقابل کې وساتي خو د چین مخ پر ودې اقتصاد او افغانستان ته د جغرافیوي اړخ نه د چین نېږدې والۍ دغه ملک د افغانستان د پاره یو ډیر ارزښتمنده ملک ګرځوي.

ورځپاڼه لیکي چېن د مخه له په افغانستان کې د استهلاکي موادو په برخه کې یو غټ تجارتي ملګری هیواد دی او د ۲۰۰۸ کال د احصایې له مخې چین او افغانستان د ۱۵۵ میلیونو ډالرو تجارتي معاملې کړي دي او دغه شمیره مخ پر زیاتېدو ده.

ورځپاڼه لیکي چې چین په یوه مشترک خبر لیک کې ژمنه کړې چې د افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او چینايي کمپنۍ به دې ته وهڅوي چې د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي او په دغه ملک کې پراختیايي پروژې پلي کړي.

ورځپاڼه لیکي چې چین د افغانستان سره د تجارتي اړیکو په پراخیتا، پانګه اچونه، اقتصادی همکارۍ او د ټیکنالوژۍ د تبادلې په برخه کې موافقه وکړه او دغه راز د ترانسپورت، لومړني زیربیناو ، زراعت او اوبو په برخه کې همد همکارۍ موافقه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان سره به ددغه ملک د کاڼو د استخراج په برخه کې هم همکاري کوي.

ورځپاڼه لیکي چې چین د مخه له د افغانستان د مسو په کاڼ کې ۳ میلیارده ډالره پانګه اچونه کړې او ټاکل شوې چې د جاجیګګ د اوسپنۍ کاڼ د استخراج قرار داد به هم د سږ کال په دواوطلبۍ کې وګټي.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس کرزي چین ته د سفر پروخت ددغه ملک سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې درې موافقتنامه لاس لیک کړې.

د بلي خو د آمریکا د نیویارک ټایمس ورځپاڼه خپل د مارچ د ۲۵ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د پنجشنبې په ورځ آمریکا او پاکستان خپل د لوړې سطحې دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولېاو په نتیجه کې یې آمریکا د پاکستان سره د نوور مرستو ژمنه وکړه.

ورځپاڼه د آمریکايي مقاماتو د قوله لیکي چې پاکستان ښايي د اف ۱۶ ډول جنګي جټ الوتکې ، جنګي هلیکوبترې او کشفي بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي. خو دغه مقامات وايي چې پاکستاني هیات د آمریکا سره د ملکي اټمي انرژۍ د تړون پر موافقې باندې ډیر ټینګار کاوه.

ورځپاڼه زیاتوي چې آمریکايي مقامات په دې باور دي چې د پاکستان تاریخ ته په کتو سره چې پر ایران، لیبیا او شمالي کوریا باندې یې اټمي ټیکنالوژۍ خرڅه کړې، فکر نه کوي چې دغه راز موافقې دي د ۱۰ نه تر ۱۵ کلونو پوري لاس لیک شي. ورځپاڼه زیاتوي چې د پخواني جمهور ریْس جورج بوش د حکومت پرمهال د ملکي اټمي انرژۍ ترون چې پاکستان یې غوښتنه کوي، آمریکا د پاکستان د سیال ملک هند سره لاس لیک کړه.

XS
SM
MD
LG