د لاس رسي وړ اتصالات

پوځ نن هم په اورکزیو کې ۹ تنه یاغیان وژلي


پاکستاني قواو په صوبه سرحد کی نن په دریمه ورځ هم په یاغیانو باندي حملو ته دوام ورکړی او په هوایی بمباریو کی یې لږ تر لږه نهه تنه مشکوک یاغیان وژلي دي.

توپ لرونکو هلیکوپترو نن د شنبې په ورځ د اورکزیو په قبایلي سیمه کی د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندي بمباري وکړه. ویل کیږي چی دې سیمي ته ډیر یاغیان ددې دپاره چی په جنوبي وزیرستان کی د حکومتي قواو د حملو نه ځان وساتي، تښتیدلي دي.

د پاکستان اردو په اورکزیو کی دا تعرضي عملیات ددې دپاره شروع کړي دي چی یاغي طالبان ووژني.

رپوټونه وایی چی د پنجشنبې د ورځي راهیسي تقریبا ١٠٠ یاغیان په دې سیمه کی وژل سوي دي.

پرون د جمعې په ورځ کله چی په لسگونو یاغیانو په اورکزیو کی د اردو په یوې پوستې باندی حمله وکړه پنځه عسکر یې ووژل، خو د عسکرو په جوابي حمله کی ددغو یاغیانو نه لږ تر لږه ٣٢ کسه ووژل سول.

له بلي خوا مامورینو نن د هغو شپږو تنو مړي پیدا کړي دی چی په ( کرم ) کی چی د افغانستان سره په سرحد کی واقع دی، ډزي پر سوي وې. دغه شپږ کسه څو ورځي مخکي تښتول سوي وو.

XS
SM
MD
LG