د ایران جمهور ریْس محمود احمدي نژاد د ایران د نوي کال د جشن د مراسمو د لمانځلو په وخت نن د سیمې د هیوادونو د مشرانو هرکلی وکړ او د هغوی د ملکونو سره یې د ایران د زیاتي همکارۍ او اتحاد غوښتنه وکړه.
ښاغلي احمدي نژاد نوی کال د عراق، افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د جمهور ریْسانو سره یوځای ولمانځه.
د ترکیې د صدراعظم مرستیال او د آذر بایجان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې عالي غوڼده کې حاضر وو.
د ایران جمهور ریْس وویل د دې رخصتي لمانځل د ملکونو سره مرسته کوي چې د یووالي، عدالت، سولي او احترام په اساس روابط تاسیس کړي.
دا غونډه په داسي حال کې جوړه شوې چې ایران د خپل ذروي جنجالي پروګرام له کبله په نړۍ کې د نور ګوښه توب سره مخامخ دی.
آمریکا د هغو فعالیتونو مشري کوي چې غواړي په ایران باندې د ملګرو ملتونو څلورم روڼ بندیزونه هم ولګول شي.