د لاس رسي وړ اتصالات

عربي ملکونو خپله کلنۍ غونډه پیل کړه


د عربي ملکونو مشرانو خپله کلنۍ عالي غونډه په لیبیا کی شروع کړه چی د منځني ختیځ او نورو مسالو په باب بحثونه وکړی.

د عربي ټولني دغه دوه ورځنۍ غونډه نن د شنبې په ورځ شروع سوې ده. ددې غونډي په آجندا کی ٢٧ موضوع گاني دي چی د اسرائیلو او فلسطین بحران د ټولو په سر کی دی.

عرب مشرانو د پنجشنبې په ورځ هم د تړلو دروازو شاته مقدماتي غونډه کړې وه. د عربي ټولني رئیس ( عمرو موسی ) وویل چی وزیرانو موافقه وکړه چی تقریبا ٥٠٠ ملیون ډالره به د هغو فلسطینیانو د پاره راغونډ کړي چی په بیت المقدس کی ژوند کوي او اسرائیلو داسي پلانونه اعلان کړي دي چی ددغه ښار په ختیځه سیمه کی به ناقلو یهودانو ته کورونه جوړ کړي.

( موسی ) دا هم په پنجشنبې وویل چی د عربو یو والی او اتحاد د عالي جرگې یوازنۍ او تر ټولو مهمه اندیښنه وه.

XS
SM
MD
LG