د لاس رسي وړ اتصالات

په شیکاګو کې ټکسي ډریور د ترهګرۍ په تور نیول شوی


د امریکا په شیکاگو کی په یوه ټیکسي ډرایور باندی به له دې کبله تروریستي تورونه ولگول سی چی کوشش یې کاوه القاعدې ته پیسې واستوي.

څارنوالانو پرون د جمعې په ورځ وویل چی ( راجا لاهراسیب خان ) یوه مخفي جاسوس ته ویلي و چی دی په پاکستان کی یو تروریست مشر چی ( الیاس کشمیري ) نومیږي د ١٥ کالو راهیسي پیژني. دغه ډرایور چی اصلا پاکستانی خو امریکایي تبعه دی، په دې تورن سوی دی چی کشمیري ته یې پیسې استولې چی وسلې او نور شیان په واخلي.

هغه ددغه جاسوس سره په امریکا کی په یوه سټیډیوم باندي د حملې کولو په باب هم خبري کړي وې، مگر څارنوالانو ویلي دي چی سمدستي کوم داخلي خطر نه سته.

په دغه ٥٦ کلن ډرایور باندی دا تور لگیدلی چی تروریستانو ته یې د موادو په رسولو کی مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG