د لاس رسي وړ اتصالات

د ځمکې ساعت ولمانځل شو


(عکس: AP) د نړئ د یو سلو پنځه ویشتو ملکونو په څلور زره ښارونو کی د شنبې په ورځ د نړئ د اقلیم د بدلیدلو او د ځمکی د کرې د گرمیدلو په اړه د خلکو د اگاه کولو په خاطر د زمکی گړئ ولمانځل شوه.

د برق ټول غیر ضروري گروپونه د یوه گړي لپاره مړه شوي وو.

په کورونو،مغازو او دفترونو کی گروپونه د هر ملک په محلی وخت دماښام داته نیمو بجو نه تر نهن نیمو بجو پوری مړه شوی ؤ.

د ځنگلی حیواناتو د ژغورنی نړیوال وجهی صندق په بلنه دا کار شوی دی او د لومړي ځل لپاره د ځمکې د گړئ لمانځل په کال اوه دپاسه دوه زره میلادي کې د استرالیا د سډني په ښار کې شروع شو.

XS
SM
MD
LG