د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: برتانیې د افغان پولیسو په اړه اندیښنه ښودلې


د برتانیی یوه ورځپاڼه لیکی، هغه پټ اسناد چی مطبوعاتو ته راوتلي دي، دافغانستان د ملي پولیسو په برخه کی د برتانیې د خارجي دفتر اندیښنې څرگندويچې ایا د افغان ملی پولیسو نه یوه موثره قوه جوړیدلی شی که نه؟

د برتانیی دThe Independent ورځپاڼه د خپلی یکشنبی په گڼه کی لیکی چی دافغانستان په پولیسو کی اداری فساد، له وظیفی نه شړنه او برطرفی اود مخدره موادو استعمال ددغی قوی استعداد او کفایت ته گواښ گڼل کیږی. دغه نیمگړتیاوی دا اندیښنه پیدا کوی چی دوی بهد طالبانوخلاف جگړه، سنبال کړلی شی اوکه نه ؛ اندیښته داده چیدا به د برتانیی د خروج د پالیسی مودهله دغه هیواد نه اوږده کاندی.

د برتانیی ورځپاڼه The Independent لیکیاسناد دا څرگندوی چی هغه پولیس چی په کتابونو کی شته دی او په واقعیت کی نشته، ښاییددی قوی تقریبا څلورمه برخه تشکیل کړی. رپوټ وایی چی په هلمند کیدپولیسو د یوی تازه مقرری شوی ډلی غړی د هلمند په ولایت کی، دمخدره موادو داستعمال لپاره په کتنځی کیوکتل شول او په نتیجه کی دامعلومه شوه چیسم نیمایی کسانو یی مخدره مواد استعمال کړی وو او مثبتتشخیص شول.

دبرتانیی دخارجه وزارت نطآقی وویل چی ددی موسسه په دی خبره ده چی دافغانستان د ملی پولیسو په هکله پراخه انتقادونه کیږی او دا ددوی لپاره د ژوری اندیښنی وړ دی.

د The Independent ورځپاْڼه لیکی چی په دغو ښکاره شویو رپوټونوکی ویل شویدی چی د هلمند په ولایت کی د هغو پولیسو شمیر چی له وظیفی نه برطرف کیږی، شمیر ییپه سلوکی ٦٠ ته رسیږی.

دغه برتانوی ورځپاڼه لیکی چی د پولیسودبرطرفولو علت معمولا دمخدره موادوپه استعمال پوری اړه لری چی د معاینی نتایجیی مثبت وخیژی نو له وظیفی نه لیری کیږی.

د برتانیی د The Independent ورځپاڼه لیکی چی اسناد خبرداری ورکوی چی د پولیسو د یوی موثری قوی جوړیدل به ډیر کلونه وخت وغواړي.

XS
SM
MD
LG