د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف: د تگاب په عملیاتو کې د طالبانو قومندان وژل شوی


ایساف وايي، د افغانستان له عسکرو سره یې د کاپیسا د تگاب په ولسوالۍ کې یې په مشترکو عملیاتو کې څو تنه طالبان وژلياو نیوليدي.

ناټو وایېچېد شنبی په ورځ داله سای درېته نږدېد طالبانو یومشکوک قوماندان ووژل شو. داسېگومان کیږيچېدغه قومندان دافغانستان د حکومتد چارواکیو او مشترکېقوېباندېپه یوشمیر خونړیو بریدونو کېلاس درلود.

رپوټ داهم وایی چی د افغان او ایساف مشترکه قوه وایی چی دوی یو جنگیالی په دغو نښتوکېنیولی دی.

ناټو وویل چی په دغوافراطیانو باندی شک کیږی چی د شپی له خوانهدخلکو کورونو ته ننوزی او په غیر قانونی توگه دهغوی کورونه تالاشی کوي.

چارواکيوایيچې دغه یاغیان پر خلکو باندی د شپی له خوانه په گرځیدو راگرځیدو باندی بندیزونه لگوی او گزمی کوی چی په ځایی خلکو باندی د طالبانو واک ټینگ کړی.

ددغو عملیاتوپه ترڅ کی ډول ډول وسلی چی په هغوکی راکټ لانچر هم وو نیول شویدی.

د بریتانیېد دفاع وزارت وایيچېد هلمند په ولایت کېیېیو عسکر په یوه ځان وژونکېحمله کېوژل شویدي.

د برتانیی ددفاع وزارتوویل دغه عسکر د هلمند د ولایت دسنگین په ولسوالئ کی پیاده گزمهکوله او کلهچه هغه یو بم چه دسړک په غاړه ښخ شویؤ خنثی کړ، اوخپلی پیاده گزمی ته یی دوام ورکړ، په همدغهشیبه کېیو سړيچېپه موټر کی سپور و، حمله یی وکړه او بریتانوی عسکر دبم په چاودنه کی مړ شو.

دبریتانیی د دفاع دوزارت ماموران وایی چه ددغه عسکر مړینه دهلمنددولایت دمارجی په ولسوالئ کی دطالبانو په خلاف دنظامی عملیاتو پوری څهاړه نه لری.

همدا راز ناتو پرون اعلان وکړ چه هلمند د ولایت دموسی قلعه په ولسوالئ کیافغان او خارجی عسکروپه شریکه یو کور تلاشی کړ، څو کسان یی ووژل اود شک لاندی څو تنه یی ژوندی ونیول. ناتو وویل چه د هلمند دولایت دناد علی په ولسوالئ کی ییدشریکو نظامی عملیاتو په دوران کی دوه تنه طالبان نیولی دی، چه یوقوماندان یی هم په کی شامل دی.

XS
SM
MD
LG