د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز: ۲۲۳ تنه له پوهنځيو فارغ شول


د کندوز ولایت له لوړو زده کړو څخه ۲۲۳ تنه محصلین چې ۳۹ تنه یې نجونې وې فارغ شول، دغه محصلین چې د زراعت او تعلیم وتربیی له پوهنځیو څخه فارغ شول اندیښمن دي چې دوي ته په دولتي ادارو او خارجي موسیسو کې د کار موقع پیدا کول ګران دي.

د کندوز د لوړو زده کړو ریس قاضي عبدالقدوس ظریفی وایی چې دوی کوشش کړی چې یو زیات شمیر محصلینو ته د USAID یا د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاپی ادارې ادارې په مرسته د کار زمینه برابره کړی.

خو محصلین وایی چې د و‌ظیفې پیداکول په واسطو پورې اړه لري.

محمد یوسف شینوارې چې د زراعت له پوهنځي څخه فارغ شوی وایی چې هغه په دې خوښ دی چې له پوهنځی څخه فارغ شو خو دوي له دې وروسته د دندې د پیداکولو له ستونزې سره مخ دی هغه زیاتوي چې دندې به ګرانه اوکمو خلکو ته پیداکیږی او هغه کسان چې واسطې لری په اسانۍ سره دنده پیداکولاې شي خو که څوک واسطه ونه لری د وظیفې پیداکول ورته ګران دی.

حمیدالله چې د تعلیم او تربیی له پوهنځي څخه فارغ شوی وایي چې تیرکال هم يو شمیر محصلین فارغ شول چې اوس به موسیسو او دولتی ادارو کې دندې لری.

دغه محصلین چې یو شمیر یې د زراعت له پوهنځی څخه فارغ شوی وایی چې دوي د زده کړو پروخت د لابراتوار او کتابخانې له ستونزو سره مخ وو.

محمد یوسف شینواری وایی چې دوی د زدکړو په جریان کې د لابراتوار د نشتوالی له امله له ستونزو سره مخ وو او زیاتوي چې زراعتی زده کړو په جریان کې باید اتیا فیصده عملی کارونه تر سره شی، نوموړې زیاتوي چې د زراعت پوهنځي ته باید دولت ځانګړې ځمکه ورکړي چې په هغې کې عملی کاروکړی.

د لوړو زده کړو ریس عبدالقدوس ظریفي وایي چې د دوي یوازینې ستونزه د لابراتوار او مجهزې کتابخانې نشتوالې دی. هغوی زیاتوي چې پنځوس تنو محصلینو ته یې د امریکاد متحده ایالاتو د انکشاپی ادارې USAID په مرسته د ادارې او مارکیټنګ زده کړې ورکړي چې په دغه موده کې یې یوسل او پنځوس امریکایی ډالر معاش هم ورکاوه او زیاتوی چې یو نور شمیر محصلین بیا په خارجي او داخلی موسیسو کې پر دندوګومارل شوي دي. عبدالقدوس ظریفي وایی چې دوی هیله لري چې د تعلیم او تربیی پوهنځي محصلین چې فارغ شوي د معارف ریاست یې د ښوونکو په صفت په ښوونځیو کې مقرر کړي، د کندوز د لوړو زده کړو په موسیسه کې ۱۱۵۰ تنه محصلین چې له جملې څخه يې ۱۹۰ تنه نجونې دي په زده کړو بوخت دي.

د کندوز د لوړو زده کړو موسیسه به سږکال ۴۵۰ نوي محصلین مختلفو پوهنځیو ته جذب کړي.

XS
SM
MD
LG