د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کی د ايساف هلیکوپټره رالویدلی ده


ناټو وایی چی د ایساف یوه هلیکوپټره دزابل په ولایت کی، ددوشنبی په ټکر شویده، څوک پکی مړه شوی ندی خو ١۴ تنه پکی زخمی شویدی.

د زابل ولایت د پولیس امنیه قوماندان د فرانسی خبری اژانس ته وویل چی په هیلیکوپټره کی ١۴ کسان سپاره وو او هغوی سرسری شان زخمی شویدی.

هغه وویل چی په دغه الوتکه کی د نړیوالو خدماتو غړی ، افغان عسکر او پولیس سپاره وو.

هغوی سمدلاسه دایساف نیژدی روغتون ته ویوړل شول. طالبانو ددغه ټکر مسوولیت په غاړه اخیستی دی. ناټو وایی چی ددی نښی نښانی نشته دی چی دا ټکر دیاغیانو د اعمالو نتیجه وی. د هیلیکوپټر د ټکر د عواملوپه باب تحقیقات روان دی.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی ددوی یوعسکر د بم په یوه حمله کی وژل شویدی. د ناټو ایتلاف په دی نو ر تفصیلات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG