د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: اوباما پر کرزي فشار واچاوه چې همکاري زیاته کړي


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې نن لیکلي چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د خپل ملک د مسلحو قواوو د اعلی قومندان په توگه افغانستان ته د خپل لومړني سفر په وخت پر جمهور رئیس حامد کرزي باندې فشار واچاوه چې خپله همکاري زیاته کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري فساد ځپلې اداره کیدای شي د طالبانو د تشدد په خلاف د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي.

واشنگټن پوسټ لیکلي دي چې د جمهور رئیس کرزي سره د خبرو په وخت، د اوباما لهجه جدي وه، هغه د کرزي هیڅ تعریف ونکړ. که څه هم امریکايي مشرانو په دې وروستیو میاشتو کې په شوي پوځي پرمختگ ویاړي خو اوباما وویل: "موږ غواړو په ملکي برخه کې هم پرمختگ وشي".

د اوباما د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز هم همدا خبره یاده کړه. هغه وویل: "اوباما غوښتل کرزی په دې پوه شي چې د هغه په دوهمه دوره کې داسې ډیر شیان دي چې د لومړۍ ورځې نه ورته توجه نه ده شوې".

واشنگټن پوسټ لیکي، کرزي څلور میاشتې مخکې د وفادارئ د لوړې کولو پر وخت، ژمنه وکړه چې د اداري فساد د ختمولو لپاره به مبارزه کوي او حکومتداري به بهتره کوي.، خو امریکايي چارواکي وايي، ډیر کم بدلون راغلی، په داسې حال کې چې دوی په بې صبرئ سره د داسې یوه بدیل د پیدا کولو لپاره کار کوي چې د طالبانو د حاکمیت پر ځای یې خلکو ته وړاندې کړي.

ډیر خلک په دې باور دي چې، افغانستان ته د اوباما د ٥٠ زره عسکرو د لیږلو د تصمیم بریالیتوب په دې پورې اړه لري چې د عسکرو په واسطه له سیمو نه د تندروانو د ایستلو وروسته د افغانستان حکومت څه ډول کولای شي خلکو ته کار وکړي.

د جمهور رئیس په توگه افغانستان ته د اوباما دغه لومړنی شپږ ساعته سفر په تیاره کې تر سره شو. د واشنگټن پوسټ یوه سروې ښيي چې افغانستان یو له ډیرو غټو مسئلو څخه دی چې دا وخت د اوباما په مخکې پرتې دي.

ورځپاڼه لیکي، ارمریکا له کرزي نه غواړي چې په کارپوه حکومتي چارواکي مقرر کړي، د غلاگانو او په زور له خلکو نه د پیسو اخیستلو مخه ونیسي، د اپینو د قاچاق په خلاف مبارزه وکړي چې د روان تشدد سره مرسته کوي.

واشنگټن پوسټ لیکي، په داسې انتخاباتو کې له بري وروسته چې ویل کیدل جعکاري پکې وشوه، کرزي لا تر اوسه خپله پوره کابینه نه ده ټاکلې. حکومت د لویو ښارونو دباندې کمزوری دی، په خاص ډول د ملک په لرې پرتو سیمو کې چیرې چې تشدد خپل ځالې جوړې کړي دي.

سپینه ماڼۍ او د امریکا د امنیت چارواکي وايي، د هلمند د عملیاتو او د کندهار د راتلونکو عملیاتو تر څنگ په کار ده چې په ولایتي او سیمییزه سطحه حکومتداري ښه شي.

واشنگټن پوسټ په ولسي جرگه کې د کندهار د وکیل خالد پښتون خبره را اخیستې ده چې وايي: "په دوهمه دوره کې رښتیا هم موږ کومه نتیجه نه ده لیدلې او کیدای شي واشنگټن له همدې امله اندیښمن وي".

ورځپاڼه لیکي، د کرزي یو سلاکار وايي چې که څه هم په تیرو څو میاشتو کې کرزي او اوباما څو څو ځله په ټلیفون خبرې کړې وې، خو د یکشنبې په ورځ داسې خبرې وشوې چې تر اوسه یې نه وې اوریدلي.

اوباما ددغه سفر پر وخت کرزي ته بلنه ورکړه خو د مۍ په ١٢مه واشنگټن ته راشي. واشنگټن پوسټ لیکي، کرزی د ډیر وخت راهیسې دغه ډول بلنې ته سترگې په لاره وو، خو سپینې ماڼۍ دغه بلنه تر هغو ځنډولې چې د هغه په حکومت کې بهتري رانشي.

جمهور رئیس کرزي په روانه میاشت کې د پاکستان، ایران او چین له جمهور رئیسانو سره وکتل. واشنگټن پوسټ لیکي، ځینې افغان چارواکي داسې انگیري چې د جمهور رئیس اوباما سفر ددې لپاره وو چې کرزي ته ور په زړه کړي چې باید د امریکا سره له نږدې کار وکړي.

په ولسي جرگه کې بل وکیل، نورالحق علومي هم وايي چې په افغانستان وضعه دا وخت جدي ده. روانې ناامنۍ او بې ثباتۍ نړۍ او په خاص ډول امریکا اندیښمنه کړې ده. واشنگټن پوسټ د ښاغلي علومي له خولې لیکي، دی تمه لري چې اوباما به په آینده میاشتو کې د پراخو پوځي عملیاتو پر ځای ډیره توجه په افغانستان کې اداري اصلاحاتو او پرمختیايي پروژو ته وکړي.

علومي وايي: "زموږ مسئله یو سیاسي حل ته ضرورت لري. کرزی د جعلکارئ له لارې جمهور رئیس شو او تر اوسه د افغانستان حکومت په اداري فساد کې اخته دی".

XS
SM
MD
LG