د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د عملیاتو مهال ویش اعلان شو


د امریکا چارواکی وایی چی نړیوالی قواو دا پلان جوړ کړیدی چی په کندهار باندی د طالبانو خلافد جون په میاشت کیحمله وکړی.

یوه چارواکی، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل ددی تهاجمی برید مقصد دادی چی طا لبان له کندهار نه د روژی د میاشتی له شروع کیدو نه مخکی وشړل شي. وروسته ترهغی چی د هلمند په ولایت کی حمله وشوه دناټو قواوی اوس هلته کوشش کوی چی په دغه سیمه کی چی پخوا د طالبانو په اختیار کی وهخپل واک پراخ او محکم کړي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټی رئیس مایک ملین د سه شنبی په ورځافغانستان ته رسیدلی دی چی ددی شخړی په هکله کتنه وکړی.

مایک ملین یوه ورځ وروسته له هغه نه افغانستان ته سفر وکړ چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما یو لنډ نا څاپی سفر افغانستان ته وکړ.

هغه د افغانستان پر جمهوررئیس حآمد کرزی باندی فشار واچاوه چی د اداری فساد خلاف په کلکه مبارزه وکړی او دخپل حکومت اجرااتوته انکشاف ورکړی.

جمهور رئیس حامد کرزی وعده وکړله چی دده هیواد به بالاخرهدخپل امنیت په ټینگولو باندی قادرشی. سپینه ماڼی وایی چی جمهوررئیس کرزی به د می په ١٢مه باندی واشنگټن ته سفر وکړی.

دامریکا جمهوررئیس اوبامادامریکا له نظامی قوماندانانو او عسکرو سره هم دکابل په شمال کید بگرام په هوایی میدان کیملاقات وکړ. هغه وویل چی په افغانستان کی ددوی ماموریت واضح دی: او هغه د القاعدهد شبکی او دهغوی د افراطی انډیوالانو گډوډول، له منځه وړل، ماتی او شکست ورکول دی.

ښاغلی اوباما دامریکا دعسکرو دماموریتپه اهمیت باندی ټینگار وکړ او وی ویل چیداماموریت دامریکا د امنیت لپاره ډیرضروری دی. هغه وویل چی که طآلبان په دی ملک کی قدرت ته ورسیږی نو دډیرو ژوند به په خطر کی وی.

XS
SM
MD
LG