د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: کرزی د امریکا له نفوذ نه ځان خلاصوي


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن لیکلي دي، داسې ښکاري چې د افغانستان جمهور رئیس کوښښ کوي چې د امریکا له نفوذ نه ځان خلاص کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، په دې میاشت کې، چې جمهور رئیس حامد کرزي واشنگټن ته د سفر تمه لرله، خو د امریکا د جمهور رئیس د یوه مرستیال مختصر پیغام یې تر لاسه کړ، چې پکې ویل شوي وو: ستا بلنه لغوه شوې ده.

د امریکايي چارواکو په خبره، ددې کار علت دا وو چې ښاغلي کرزي هغه خپلواکه کمیسیون له واک نه غورځاوه چې د تیر کال په هغو انتخاباتو کې یې د پراخې ټگۍ برگۍ څرک ولگاوه او د همهغو انتخاباتو په نتیجه کې کرزی د دوهم ځل لپاره جمهور رئیس شو.

نیویارک ټایمز لیکي، دې کار کرزی په قهر کړ، او د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد ته یې له خپلې خوا نه افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه. احمدي نژاد د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د امریکا خلاف سختې خبرې وکړې.

ورځپاڼه د یوه داسې افغان له قوله لیکي، چې په دغه جریان کې دخیل وو. دی د مسئلې د حساسیت له کبله خپل نوم نه ښيي او وايي: "کرزی په غصه وو او ددې لپاره یې احمدي نژاد رادعوت کړ چې له امریکایانو نه خپله نارضایتي او بې زاري وښيي".

نیویارک ټایمز لیکي، دا معضله په روانه اونۍ کې هغه وخت حل شوه چې د امریکا جمهور رئیس افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او د کرزي سره یې په ارگ کې د ماښام ډوډئ وخوړه. خو د سپینې ماڼۍ چارواکي ټینگار کوي چې د ښاغلي اوباما د سفر اصلي هدف دا وو چې په افغانستان کې له خپلو عسکرو سره وگوري.

ځینې مخور افغانان او امریکايي مقامات په دې عقیده دي چې، د ارگ په ماڼئ کې احمدي نژااد ته په لوړه سطحه رسمي هرکلی ددې یو مثال دی چې ښاغلی کرزی کوښښ کوي له خپلو امریکايي ملاتړکوونکو نه ځان لرې کړي. که څه هم ښاغلی اوباما افغانستان ته په لسهاوو زره اضافي عسکر لیږي چې د کرزي د حکومت ملاتړ وکړي، خو ښاغلی کرزی اوس تل دا خبره کوي چې دده گټې او د امریکا گټې له یوه بل سره توپیر لري.

نیویارک ټایمز لیکي، دوی د دوشنبې په ورځ ونکړای شول چې له کرزي او یا د هغه له ویاند وحید عمر سره خبرې وکړي. خو د ځینو افغان منابعو له قوله ورځپاڼه وايي، کرزي په دې ورستیو کې په ارگ کې په یوې میلمستیا کې حاضرینو ته وویل چې دی په دې عقیده دی چې امریکايان ددې لپاره په افغانستان کې دي چې په دغه ملک کې او په دغه سیمه کې خپل نفوذ ولري او دوی د طالبانو سره د سولې د تړون ممانعت کوي. د هلمند په مارجې کې په دې وروستیو پراخو پوځي عملیاتو کې چې ډیره برخه یې د امریکايانو په غاړه وه، کرزی تر ډیره په جریان کې نه وو.

ورځپاڼه لیکي، په حقیقت کې، د ښاغلي کرزي وروستي اقدامات هغه معضله ښيي چې د اوباما حکومت ورسره مخامخ دی او هغه دا چې څه ډول هم خپل د داسې یوه ملگري اعمال تر نفوذ لاندې وساتل شي چې اوس په زیاتیدونکې توگه د اتکا وړ نه گڼل کیږي او هم په دغه ځای کې د امریکا اساسي اهداف زیانمن نشي.

نیویارک ټایمز د یوه بل مقام له خولې چې د مسئلې د حساسیت له کبله خپل نوم نه ښيي، لیکي: موږ د هغو شرایطو پر اساس له کرزي سره معامله کوو چې ورسره لرو یې. موږ کوښښ کوو له یوې متوازنې لارې پر هغه فشار وساتو.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د معضلې عمده نمونه د ښاغلي کرزي په حکومت کې موجودې خلاوې دي. امریکايي مقاماتو په تکرار سره پر کرزي فشار اچولی چې خپل حکومت سم کړي او ښاغلي اوباما هم د وروستي سفر په مهال په همدې خبره ټینگار وکړ. خو ښاغلي کرزي ددغو ټولو په خلاف مقاومت کړی خو په خورا کمزورو اشارو سره.

ځینې مخور افغانان وايي، کرزی اوس د خپل محور خلکو ته وايي چې د امریکایانو هدف دلته دا نه دی چې یو خپلواک او سوکاله افغانستان جوړ کړي بلکه هدف یې دا دی چې خپل قدرت وښيي.

نیویارک ټایمز لیکي، د جنوري په میاشت کې ښاغلي کرزي د افغانستان یو شمیر خبریالان او سوداگر د ارگ په ماڼۍ کې میلمانه کړي وو. د ډوډئ پر وخت، کرزي د امریکا پر اغراضو په کلکه انتقاد وکړ او ویې ویل چې د امریکا ایسارول دده پر اوږو باندې دروند بار دی.

ورځپاڼه لیکي، کرزي دا وویل چې په خپل د کولای شول چې له طالبانو سره مصالحه وکړي خو امریکا یې نه پریږدي. هغه وویل، د امریکا هدف دا وو چې د افغانستان بحران ادامه ولري او امریکايي عسکرو ته دې زمینه برابره شي چې په دغه ملک کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG