د لاس رسي وړ اتصالات

د امام صيب ولسوالۍ د جنډې اوچتولو پر وخت مشكوك كسان نيول شوي


د كندوز ولايت د امام صيب په ولسوالۍ كې د امام صيب په نامه په يو زيارت كې د جنډې اوچتولو مراسم د يوې لوې ميلې په ترڅ كې تر سره شول، دغې ميلې ته د شاوخوا ولايتونو څخه هم ډلې، ډلې ځوانان راغلي وو، يو شمير خلك دغې ميلې ته د تبرك په نيت او ځينې نور بيا يوازې د ميلې لپاره راځي.

په شمالي ولايتونو كې له مزارشريف وروسته د كندوز د امام صيب په زيارت كې دوهمه لويه ميله جوړيږي.

دغې ميلې ته له بغلان څخه راغلې يوتن ځوان ګل رحيم وايي چې دوي غواړي د خپل هيواد په ميلو كې ګډون وكړي، او د خيل هيواد ځينې برخې وګوري.

هغه وايي چې دوي غواړي د خپل هيواد په ټولو برخو كې چكر ووهي، د تخار ولايت يو تن شمس الله وايي چې دوي امام صيب ته ځكه راغلي چې په دغه لويه ميله كې ګډون وكړي.

په كندوز كې له ارچي او چاردرې وروسته امام صيب هغه ولسوالي ده چې ځينې برخې يې د دولت د مخالفو طالبانو په واك كې دي، په كندوز كې د ملي اردو د دوهمې لواء قوماندان ډګروال عبدالوكيل احساس وايي چې نن يې د امام صيب په ولسوالۍ كې د هغې ميلې د امينت دساتلو لپاره چې هر كال دحمل د مياشتې په لسمه نيټه ترسره كيږي كلك امنيتي ترتيبات نيولي وو.

د امام صيب د ښار په كوڅو كې او ښار ته په داخليدونكو لارو كې د ملي اردو، پوليسو او ايساف قواو له خوا دتالاشۍ زنځيرونه اچول شوي وو.

دګروال عبدالوكيل احساس وايي چې د ملي اردو د سرتيرو له خوا ددغې ولسوالۍ د قطربلاق په سيمه كې د تالاشۍ پر وخت دولس مشكوك كسان نيول شوي دي چې په دغه ولسوالۍ كې پرې د جوړې شوې ميلې د ګډوډولو شك كيږي.

نوموړې وايي چې د نيول شومشكوكو كسانو په اړه به له څيړنو وروسته نور معلومات هم خپاره شي.

له بله پلوه د بغلان ولايت د مركزي بغلان د قيصر خيلو په سيمه كې له تيرو دوه ورځو را په ديخوا دملي اردو له خوا د دولت د مخالفو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل شوي دي.

د دوهمې لواء قوماندان عبدالوكيل احساس وايي چې په دغو عملياتو كې يي د وسله والو طالبانو درې تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان كړي دي.

دبغلان ولايت د مركزي بغلان د قيصرخيلو سيمه كې پخو تردې دحزب اسلامي طرفدارو او طالبانو واك درلوده، چې څه موده وړاندې په همدغه سيمه كې د دواړو ډولو ترمينځ په جګړو كې تقريبا پنځوس كسان وژل شوي وو.

د طالبانو او حزب اسلامي د طرفدارو له جګړې وروسته د حزب اسلامي يو زيات شمير وسله وال دولت ته تسليم شوي وو.

XS
SM
MD
LG