د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: اکثره افغانان په فقر کې ژوند کوي


دملگرو ملتونو رپوټ وایی چی په افغانستان کی وروسته له اتو کالونو نه چی نړیوالی ټولنی بیلونو ډالره دغه هیواد ته ورلیږلی دی سره له د ی هم فقر اونیستی ، په پراخه توگه موجوده ده.

دملگروملتونو د بشری حقوقو د عالی کمشنر دفتر وایی چی د افغانانو په درو برخو کی یوه برخه په بشپړ فقر کی ژوند کوی او خپل ورځنی ضروریات نشی پوره کولی. په داسی حال کی چی بله دریمه برخه د فقر او نیستی نه لږ شان پورته سطحه کی ژوند کوی.

دغه رپوټ چی دسه شنبی په ورځ خپور شویدی، د فقر اونیستی پړه دنورو ستونزو تر څنگ په اداری فساد، وسله والی شخړی او دمورمیری په سلوک باندی وراچوی.

څیړونکي وایی چی د قدرت نه ناوړه استفاده کول دفقر په زیاتوالی کی ډیرمهم نقش لری. په دی لړ کی دنورو ستونزو ترڅنگ د حکومت د کارونو د پیداکولوپه مقابل کی رشوت ورکول، او ډیرو بنیادی خدماتو په مقابل کی چارواکیو ته رشوت ورکول شامل دی.


XS
SM
MD
LG