د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د انتخاباتو د جعلکارئ پړه پر بهرنیانو واچوله


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ددغه ملک د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د پراخې ټګي برګي ملامتي پر بهرنیانو وراچولې ده.

ښاغلي کرزي نن د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو کارکونکو ته وویل چې د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی د تقلب او ټګۍ برګۍ مسولین افغانان نه دي. جمهور رئیس کرزي د ملګرو ملتونو پر کارکونکو باندې تور ولګاوه چې د انتخاباتو په نتایجو کې یې مداخله کړې ده.

جمهور ریْس کرزي په افغانستان کی د ملګرو ملتو د دفتر پر پخواني مرستیال (پیتر ګلبرایت ) باندې تور ولګاوه چې د خپلي وظیفې نه هغه وخت بر طرفه شو چې پهانتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ په برخه کې یې د خپل آمر سره اختلافات را پیدا سول.

د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جمهور ریْس کرزیْ هغه وخت د دویم ځلي انتخاباتو منلو ته مجبور شو چې د ملګرو ملتونو په ملاتړکمیسون یې په انتخاباتو کې د بې نظمۍ او ټکۍ برګۍ په تور د رایو دریمه برخه باطله اعلان کړه، خو وروسته بیا دویم ځلي انتخابات هیڅ ونه شول ځکه چی د جمهور ریْس کرزي مهم سیال د د باندنیو چارو پخوانی وزیر د انتخاباتو نه پرشا شو.

پرون د چارشنبې په ورځ د افغانستان پارلمان د جمهور رئیس کرزي هغه غوښتنه رد کړه چې ویلي یې و د انتخاباتو د کمیسون د ۵ غړو نه ۳ تنه په خپله وټاکي. دغه کمیسون د جمهور ریْس کرزي د رایو په باطلولو کې مهم رول ولوباوه.

XS
SM
MD
LG