د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان سره سرحد ته نږدې په صوبه سرحد کې یې ۲۳ یاغیان وژلي دي.
نظامي چارواکي وايي چې ۱۳ تنه یاغیان هغه وخت ووژل شول چې نظامي هلیکوبترو نن د پنجشنبې په ورځ د اورکزیو په قبایلي سیمه کې د یاغیانو مورچلونه په نښه کړل.
دغه راز د کرم په قبایلي سیمه کې هم چې د اورکزیو څنګ ته موقعیت لري پوځ ۱۰ یاغیان وژلي دي.
د پاکستان پوځ روانه میاشت د اورکزیو په قبایلي سیمه کې عملیات پیل کړل ترڅو هغه یاغیان په نښه کړي چې ویل کېږي د جنوبي وزیرستان د عملیاتو وروسته دغې سیمې ته تښتېدلي دي.