د لاس رسي وړ اتصالات

الماني عسکر: مخالفینو سره سوله غوره ده


الماني ځواكونه هم په افغانستان كې د جګړې پر ځاى له مخالفينو سره د خبرو له لارې د سولې راوستل غوره ګڼي.

په مزارشريف كې د ايساف عمومي قوماندان لايډن بيګه كندوز ته دخپل سفر پر وخت په يو مطبوعاتي كنفرانس كې وويل چې دوی افغانستان ته د جګړې لپاره نه دي راغلي بلكه ددوي هدف په سيمه كې د امنيت ټينګښت دى.

هغه وايي چې دوي غواړي په شمالي ولايتونو كې له خلكو سره د خبرو له لارې په سيمه كې امنيت راولي په شمال كې د ايساف عمومي قوماندان لايډن بيګه وايي چې شمالي ولايتونه چې د المان سرتيري په كې ميشت دي له امنيتي پلوه چندان مطمئن نه دي مګر دوي كوښښ كوي چې په سيمه كې د امنيت د ټينګښت لپاره له هر ډول سوله ايزو لارو څخه كار واخلي ځكه چې ددې ولايتونو خلك غواړي په امن كې ژوند وكړي.

جنرال لايډن بيګه وويل: "زمونږ هدف جګړه نه ده، بلكه زمونږ هدف دخلكو لپاره د امن فضاء رامنځ ته كول دي كوښښ كوو چې له دولت سره د امن په راوستلو كې مرسته وكړو".

دايساف عمومي قوماندان دا هم وويل چې له خبرو پرته دوي د سولې د راوستلو لپاره په سيمه كې د بيارغونې د كارونو تر سره كول هم مهم ګڼي نو ځكه المان د تيرو كلنو په پرتله له افغانستان سره خپلې مرستې دوه برابره زياتې كړي دي.

هغه وايي چې كه د افغانستان دولت غواړي چې په ځينو ځايونو كې عمليات وكړي كيداى شي دوي ورسره مرسته وكړي هغه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل: ((د سولې لپاره له خلكو سره خبرې كول له وژنې نه غوره دي، او مونږ دلته د خلكو د وژنې او جګړو لپاره نه يو راغلي، مونږ نه غواړو ستونزې را مينځ ته كړو بلكه غواړو چې د افغانانو امنيت وساتو.

هغه زياته كړه چې د افغانستان دولت غواړي چې له خپلو مخالفينو سره خبرې وكړي ، دوي نه غواړي چې د افغان دولت او مخالفينو تر مينځ په خبرو كې مزاحمت وكړي، ځكه افغان دولت پوهيږي چې څه ډول بايد له خپلو خلكو او مخالفينو سره خبرې وكړي او سوله راولي.

دا په داسې حال كې ده چې د كندوز خلك دې ته منتظر دي چې د افغان دولت او د دولت د مخالفينو تر مينځ خبرې به مثبت نتيجه وركړي، او مخالفين به ددې پر ځاى چې جګړو ته دوام وركړي له دولت سره يو ځاى شي، په كندوز كې هم تراوسه د محلي چارواكو او قومي مشرانو د هغو غونډو نتيجه نده معلومه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره په كې تصميم نيول شوى و.

XS
SM
MD
LG