د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي  نړیواله ټولنه وغندله


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي پرون د پنجشنبې په ورځ نړۍ واله ټولنه په دې وغندله چی تیر کال یې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی مداخله وکړه او کوشش یې کاوه چی دده واک اختیار او صلاحیت کمزوری کړی.

هغه په کابل کی د انتخاباتو د کمیسیون کارکونکو ته وویل چی د آگسټ د شلمي نېټې په انتخاباتو کی د زیاتي ټگۍ برگۍ او تقلب مسئولیت د خارجیانو په غاړه دی چي په دې کی د ملگرو ملتو مامورین، اروپایی اتحاد او په کابل کی د څو ملکونو سفارتونه هم شامل دي.

د افغانستان جمهوررئیس په هغه ملک کی د ملگرو ملتو د خاص آستاځي د مرستیال ( پیټر گال بریت ) نوم واخیست چی وروسته له هغه د خپل آمر له خوا برطرفه سو چی ددې جعل کاریو په باب یې اختلاف ورسره پیدا سو. هغه همداراز په دې انتخاباتو کی د اروپایی اتحاد د څارونکی هیات د مشر ( فیلیپ میرولون ) لاس وهني ته هم اشاره وکړه.

( گال بریت ) د ښاغلي کرزي دا انتقاد رد کړ او هغه یې د خندا وړ وباله او ویې ویل چی دا تبصره ښئي چی د افغانستان مشر « د حقایقو سره ډیر کم ارتباط » لري.

امریکا هم د ښاغلي کرزي انتقادونه رد کړل. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( جې پي کراولي ) وویل چی دا مهمه ده چی کرزی خپلو خلکو ته دا وښئي چی دی په مؤثره توگه حکومت کولای سی او د اداري فساد او رشوتخوریو په مقابل کی گټور اقدامات تر سره کولای سی.

د ملگرو ملتو نطاق ( فرهان حق ) په نیویارک کی وویل چی د ملگرو ملتو سره د افغانستان د انتخاباتو سوابق موجود دي چی د جعلکاریو په باب څه ویل سوي او څه ترسره سوي دي او ملگري ملتونه په همدغو سوابقو باندي ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG