د لاس رسي وړ اتصالات

پارلمان د زرداري د صلاحیتونو د کمولو دپاره راګیري کوي


د پاکستان د جمهور ریْس آصف علي زرداري د صلاحیتونو د محدودولو دپاره چی په اساسي قانون کې یو تعدیل راغلی و، هغه پارلمان ته وړاندی سوی دی.

ددغه تعدیل په اساس چی د « اتلسم تعدیل » په نامه یادیږي، د جمهور ریْس نه صدراعظم ته مهم صلاحیتونه انقالېږي چې د پارلمان منحلول، د پوځ د مشر او نورو چارواکو د ټاکلو صلاحیت هم په کی شامل دی.

پر جمهور ریْس زرداري باندې دا انتقاد کېږي چې د دغو صلاحیتونو په سپارلو کې ډیر سوکه دی. جمهوري ریاست ته دغه صلاحیتونه د جمهور ریْس پرویز مشرف په وخت کې ورکړل شول.

دا لا معلومه نه ده چې پارلمان به څه وخت د اساسي قانون په دغه تعدیل باندې رای ګیری وکړي خو داسي ښکاري چې هغه به د پارلمان دخوا د رایو په اکثریت تصویب شي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د پارلمان د هغې کمېټې ریْس چې دغه تعدیل نامه یې ترتیب کړې ( سناتور رضا رباني )، نن د جمعې په ورځ ددغه ملک ولسي جرګې ته ویناوي وکړې او دا اقدام یې وستایه او ویې ویل چې دغه راز اصلاحات به د پاکستان دیموکراتیک بنسټونه لازیات پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG