د لاس رسي وړ اتصالات

دکرزي پر څرګندونو باندې د سپینې ماڼۍ عکس العمل


د جمهور ریْس اوباما حکومت وايي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي هغه وینا چې نړېواله ټولنه یې د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د تقلب او ټګۍ برګۍ مسوله بللې، ځورونکې او د اندېښنې وړ ده.

دسپینې ماڼۍ یوه نطاق ( رابرت ګیبز) نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د ښاغلي کرزي نه د هغه د دې تبصرې ثبوت غواړي.

په عین حال کې د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور ریْس لوی سیال عبدالله عبدالله په ښاغلي کرزي باندې تور لګولی چې په انتخاباتو کې چې د ټګۍ برګۍ د تور ملامتي په نړېوالې ټولنې باندې اچوي هغه په دې کار سره غواړي د طالبانو سره جګړه بې اهمیته کړي.

دغه پخواني خارجه وزیر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي کرزي ددې تبصرې هدف دا و چې په ځان باندې د خګلو باور را پیدا کړي او د خارجیانو سره مخالفت وښيي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د جمهور ریْس د دې رویې په باب اندېښمن دی. او هغه یې ډیره عجیبه وبلله.

XS
SM
MD
LG