د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني قواوو ۶ افغان عسکر وژلي


د جرمني اردو ویلي دي چې عسکرو یې د افغانستان په شمال کې سهواْ ۶ افغان عسکر وژلي دي.

د جرمني چارواکو نن وویل دا پېښه هغه وخت وشوه چې عسکر د هغې جګړې د ځای کتلو ته روان وو چې پرون د کندز ښار ته نژدې د طالبانو او د جرمني د عسکرو ترمنځ وشوه.

د جرمني اردو وايي چېآلماني ګزمه کونکو عسکرو په هغو دوو ملکي موټرو باندې چې هیڅ نښه یې نه درلوده او د دریدلو په باب یې د خبرداري پروا هم ونکړه، ډزې وکړې خو وروسته معلومه شوه چې په دې موټرو کې افغان عسکر وو.

د جرمني د عسکرو او طالبانو ترمنځ پرون په جګړه کې درې جرمني عسکر ووژل شول او څو نور زخمیان شول.

ناټو نن یوه بیانیه خپره کړه او د وژل شویو افغان عسکرو کورنیو ته یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. د ناټو یوه نطاق ( ایرک تریمبلي) وویل چې دغه اتحاد سخت کار کوي چې د افغان قواوو سره په عملیاتو کې پیوستون او یووالی راشي او ځیني پېښې لکه دا وروستۍ پېښه چې وه دغو هلو ځلو ته تاوان رسوي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم د وژل شویو افغان عسکرو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې ده.ناټو او دغه وزارت په دې اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG