د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د خپلې وینا په خاطر کلینټن ته ټلفون وکړ


د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د آمریکا د باندنیو چارو د وزیرې (هیلیري کلینټن) سره په ټلفون کې خبري وکړې او کوښښ یې وکړ ترڅو هغه جنجال کم کړي چې د ده د یوې وینا له کبله راپیدا شوی دی.

هغه په دې وینا کې ویلي و چې تیر کال په افغانستان کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په تقلب او ټګۍ برګیو کې د نړیوالې ټولنې لاس و، او بهرنیان باید د دې کار مسول وبلل شي.

د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت نطاق ( پي جي کراولي) وویل چې جمهور ریْس کرزي د آمریکا او افغانستان په انډېوالې کې خپل تعهد بیا تایید کړ او د نړیوالې ټولنې د ونډې اخیستلو او قربانیو قدرداني یې وکړه.

مخکي د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ رتبه مامور آمریکا غږ ته ویلی و چېټلفوني خبري رغونکې وې او ویې ویل چې دواړي خواوې دې ته چمتو دي چې مخ پر وړاندې ولاړ شي. دغه مامور وویل چې ښآغلي کرزي په دې باب حیرانتیا وښودله چې د ده وینا دي دومره جنجالونه راپیدا کړي وي.

د افغانستان د جمهور ریْس نطاق ( وحید عمر) پرون د اخبري ،،دوستانه،، وبللې او ویې ویل چې د افغانستان د جمهور ریْس وینا غلطه تعبیر شوې ده.

XS
SM
MD
LG