د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: اورکزیو کې ۴٠ تنه وژل شوي


د پاکستان پوځ وایی چی په قباییلی سیمه کی یی نن لږ تر لږه څلویښت تنه په دوو جلا جلا حملو کی وژلی دی.

چارواکی وایی چی دغه دواړه حملی د افغانستان سره نژدی په سرحد کی د اورکزو په سیمه کی شویدی .

یو حکومتی چارواکی وایی چی په لس گونو یاغیانو په یوه کلی باندی حمله وکړه ، خو پوځ هغوی په شا وتمبول او زیات شمیر یاغیان ووژل شول.

پوځ او یاغیان د دی نه یو څو ساعته وروسته په دی سیمه کی په یوه بله جگړه کی سره ښکیل شول.په دی جگړه کی دوولس یاغیان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ دغه ورکړل شوی ارقام په مستقله توگه نشی تاییدی ، ځکه چی دغو لیری پرتو سیمو ته تگ محدود دی.

د پاکستان پوځ د اورکزو په سیمه کی د مارچ په میاشت کی عملیات پیل کړل تر څو هغه طالبان د مینځه یوسی چی گمان کیږی په جنوبی وزیرستان کی د پوځی عملیاتو د پیل کیدو نه مخکی تښتیدلی وو.

XS
SM
MD
LG