د لاس رسي وړ اتصالات

عراق:وسله والو ۲۴ کسه وژلي


عراقي چارواکي وايي چې وسله والو کسانو چې د اردو د عسکرو جامې یې اغوستي وې، بغداد ته نژدې د سني مسلمانانو په یوه کلي کې په درو کورونو باندې حملې کړي، لږ تر لږه ۲۴ کسه یې ووژل.

پولیسو وویل چې په وژل شوو کسانو کې پنځه ښځې هم وې او د هغوی لاسونو ته ولچک اچول شوي او وروسته ډزې ورباندې شوي او وژل شوي وې.

دا پېښه پرون د بغداد جنوب ته د ( عرب جبور) په سیمه کې شوېده، لږ تر لږه اووه کسه نور چې د هغوی لاسونه هم په ولچکو تړل شوي وو، ژوندي پیدا شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت د مړو شمیر ۲۵ تنه ښوولی دی، په داسي حال کې چې د بغداد د امنیتي چارو نطاق دا شمیر ۲۴ تنه بولي.

چارواکي وايی چې زیاتره وژل شوي کسان د حکومت طرفداري د یوې سني ډلې غړي وو، چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې یې د آمریکايي او عراقي قواووسره مرسته کړې او په عراق کې یې دشخړو او جګړو په کمولو کې مهم نقش لوبولی و.

XS
SM
MD
LG