د لاس رسي وړ اتصالات

'پاکستان د هند ـ عربستان پر اړیکو اندیښمن دی'


(عکس: AP)

د عرب نیوز خپرونه لیکی چې د پاکستان وېره د هنداوسعودی عربستان ترمنځ دزېاتېدونکیو اړېکوله امله کمه شوه. د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی د سعودی عربستان له خارجه وزېر سره پراخه خبری وکړلی.

په دغوخبرو کې هغه د سعودی عربستان له خارجه وزېرسعود الفېصل سره د شنبی په ورځ دا اندېښنه څرگنده کړله چې دهند له خوانه په افغانستان کې د نفوذ د زېاتولو لپاره پراخه هلی ځلی کیېږ.ی.

دعرب نیوز خپرونه لېکی د شنبی په ورځ د اپرېل په درېمه باندی لېکی چې ښاغلی قرېشی په دوه ورځنی رسمی سفر باندی سعودی عربستان ته دهغه هېواد د خارجه وزېر شهزاده سعود په بلنه،تللی و.

هغه ته د من موهنسنگ د سفر په هکلهچې په تېره مېاشت کې یې سعودی عربستان ته کړی و ،لنډ معلومات ورکړل شو.

عرب نیوز لېکی چې د پاکستان خارجه وزیر په داسی حآل کې چې په سعودی عربستان کې د پاکستان سفیر دهغه څنگ ته ولاړ په ېو لړ مساېلو باندی سپېنی خبری وکړلی.

په دې کې په پاکستان کې په اساسی قانون کې اصلاحات، د پاکستان او اسلامی کنفرانس او پاکستان او سعودی عربستان اړېکی شاملی وی.

د پاکستان او امرېکا اړېکی چې په هغو کې پاکستان ته دامرېکا نظامی او اقتصادی مرستو ته خاصه اشاره شوی وه هم په بحث کې شاملی وی.

قریشی ووېل چې پاکستان ته به له امریکا نه د $2.1 بلېون ډالرو مرسته د سږکال له جون نه مخکی ورورسېږی. له هغه نه دا پوښتنه هم وشوه چې اېا هند داسی نېت لری چې له سعودی عربستان نه د هند اوپاکستان په مساېلوکې د اختلافاتو دحل غوښته وکړی.

قرېشی ووېل ښایې هند دا لاره نه وی غور کړی ځکه هغوی تل ددریم گړی دخالت په دې مساېلوکې نه خوښوی.

قریشی ووېل چې ده دافغانستان، په متحولوحالاتو باندید سعودی عربستان له خارجه وزېرسره په تفصېل باندیبحث وکړ او پاکستان او سعودی عربستان په دې باندی سره جوړ شول چې د افغانستان په هکله به هر ډول عمل اوعکس العمل ددواړو هېوادونو پهسلا او مشوره باندی سرته ورسېږی.

XS
SM
MD
LG