افغان چارواکي وایي چې وسله والو کسانو نن د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت د پلخمري په ولسوالۍ کې د ولایتې شورا غړې ندا کیاني او د هغې موټر چلوونکي ټپي کړیدي.
چارواکي وایي چې دواړه ټپیان اوس په روغتون کې بستر دي.
تر دې دمه چا د پیښې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستې خو چارواکو ویلي دي چې هغوي په طالبانو باندې شک لري.
طالبان د نجونو د زده کړې او په عامه چارو کې د ښځو د ونډې اخیستلو سره مخالفت لري.