د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پیښور کې د امریکا پر کونسلگرۍ د حملې مسولیت واخیست


(عکس: AP) طالبانو په پیښور کې د امریکا په کونسلگرئ باندې د دوشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې پکې لږ تر لږه ٣ کسان وژل شویدي.

د دغې چاودنې نه یوازې څو ساعته وړاندې د پاکستان د شمال لویدیځ په یوې بلې سیمې کې په ځانمرګي حملې کې ٣٦ کسان ووژل شول.

په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت یوې ویاندې په کونسلگرۍ باندې حمله تایيد کړیده.

تر دې دمه دا معلومه نده چې وژل شوي کسان حمله کوونکي ؤ که د قونصلګرۍ کارکونکي او یا د چاودنې په سیمه کې نور موجود خلک.

درې قوي چادونود کونسلگرۍ ودانۍ او شاوخوا سیمې چې شاو خوا یې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شویدي، ولړزاوه او وروسته بیا ډزې پیل شوې. او پولیسو په عاجله توګه سیمه کلابنده کړله.

چارواکي همدارنګه وایي چې د دوشنبې په ورځ وختي یوه مشکوک ځانمرګي برید کوونکي لږ تر لږه ٣٦ کسان د کوز دیر په سیمه کې د یوې سیاسي مظاهرې په ترڅ کې وژلي دي ګڼ شمیر نور کسان په پیښه کې ټپي شوي هم دي.

عوامي نیشنل ګوند چې په صوبه سرحد کې د واکمن ایتلاف مشري په غاړه لري، پدغې سیمې کې د صوبې د نوم د بدولو په اړه د بحث لپاره راټول شوي وي.

عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د طالبانو او نورو اسلامي جګړه مارانوپر ضد د نظامي عملیاتو ملاتړ کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG