د لاس رسي وړ اتصالات

فاروق وردک: د سولې جرگه به د مخالفانو سره د خبرو ایجنډا جوړوي


د پوهنی وزیر فاروق وردک چی په کابل کی د ثور په دوهمه هفته کی د سولی د جوړیدونکی مشورتی جرګی د جوړیدلو د کمیسون مشری هم کوی د دوشنبی په ورځ خبریالانو ته ددغی جرګی د جوړیدلو په باب د معالوماتو د ورکولو په وخت وویل چی اوس په پام کی دی چی دا جرګه د ثور د ۹ورځی پر ځای د ثور په ۱۲ ورځ د دریو ورځو لپاره په کابل کی د لوی جرګی په کیږدی کی د نږدی ۱۳۰۰ استازو په ګډون جوړه شی.

وردک وویل چی دا جرګه یوازی یوه اجندا لری او هغه د مخالفانو سره د خبرو لپاره د کړنلاری د جوړولو په سر سلامشوری کول دی: "چا سره خبری وشی په څه باندی خبری وشی چیرته خبری وشی او د چا پواسطه خبرې وشي".

ښاغلي وردک وویل چی دا جرګه به یوازی یوه اجندا ولری او هغه د افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالو سره د پخلاینی لپاره د ملت د استازو د موافقی ترلاسه کول دي.

د پوهنی وزیر هغه رپوټونه رد کړل چی کیدای شی پدی جوړیدونکی جرګه کی به په افغانستان کی د بهرنیو قواو د شتون او وتلو په مسلو هم خبری وشی. ډاکټر وردک وویل هرڅوک چی سوله غواړی هغوی به پدی وخت کی هیڅکله هم افغانستان نه د بهرنیو قواو وتل ونه غواړی.

"که چیرته دا جرګه د خارجی او بین المللی قوتونو د وتلو غوښتنه وکړی دوستانو د جرګی اجنډا معلومه ده او جرګه به په همدی اجنډا باندی خبری کوی".

ِفاروق وردګ ددغی جرګی د جوړیدلو د مصارفو په باب وویل چی د جرګی مصارف ډیر نه دی هغه وویل چی تر اوسه په کابل کی میشتو یو شمیر بهرنیو سفارتونو ورسره تماس نیولی او د هغوی د حکومتونو له خوا د جرګی د مصارفو د لنډولو وړاندیز یی ورته کړی دی خو هغه وویل چی جمهور ریس کرزی ورته په کلکه ویلی چی د جرګی مصارف دی پخپله د افغانستان د کورنیو عوایدو نه ورکړل شی.

ډاکټر فاروق وردک د سولی د ملی مشورتی جوړیدونکی جرګی د غړو شمیر تر ۱۳۰۰پوری وښوده وویل چی ددغو استازو زیاته برخه به د پارلمان د دواړو مجلسونو غړی د ولایتی شوراګانو دپخوانی سناتوران او د افغانستان د ۳۶۴ ولسوالیو او د یو شمیر ښارونو د ناحیو استازی وبلل وویل چی دغی جرګی ته به په ۱۳ کتګوریو کی د ولایتونو او په ولایتونو کی د میشتو قومونو استازی د هغوی قومی جوړښت او موجودیت ته په کتنی راوبلل شی.

وردک د سولی د مشورتی ملی جرګی د امیت په باب وویل چی دا جرګه به د هغو امنیتی اقداماتو په سیوری کی چی د ثور د اتمی د ډاکټر نجیب الله په حکومت باندی د پخوانیو مجاهیدینو د بری د ورځی لپاره په پام کی نیول شوی جوړه شی.

XS
SM
MD
LG