د لاس رسي وړ اتصالات

تخار: په بې وزله ښځو کې لاسي صنعت وده کړې


د تالقانو په سلګونو بې وزلې ښځې د لاسي صنعت له لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل كوي، خو دغه ښځې د خپلو لاسي صنايعو لپاره د يو مناسب بازار د نشتوالي له امله سرټكوي.

په تالقانو كې د ميرمنو د مهارتونو د دفتر مسووله فاضله كريمي وايي چې ددغه ولايت اكثره بې وزلې ښځې د لاسي صنايعو له لارې خپلو اولادونو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا كوي، چې د هغې په وينا له همدې امله ددوى دفتر هڅه كوي چې په دغه ولايت كې د ښځو لاسي صنايعو ته پراختيا وركړي، چې د نوموړې په وينا دغه بې وزلې ښځې چې ډېرې يې كونډې دي او د كورنيو سرپرستي ورپه غاړه ده په اسانۍ سره د خپلو كورنيو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ په لاسته راوړلو وتوانيږي.

فاضلې كريمي وويل چې ددوى دفتر په تېرو اته كلونو كې ۵۸۲۰ جينكو او ښځوتهحرفوي زده كړې وركړي، چې د نوموړې په وينا دغه اكثره يې اوس ددغو حرفو له لارې مناسب عايدات لاسته راوړي.

فاضله وايي چې ددوى تر ټولو لويه ستونزه د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د يو مناسب بازار نشتوالى دى، او له دولت څخه غواړي چې بايد د ښځو لپاره په تالقانو كې يو ماركيټ جوړ كړي چې هغوى په كې خپل سوداګريز كارونه پرمخ بوزي.

د تالقانو يوه اوسيدونكې ساجده چې د لمر د رڼا څخه چارجيدونكي لاټېنونه جوړوي وايي چې له څو كلونو را په ديخوا له همدې لارې د خپلې كورنۍ اقتصاد پر مخ وړي، هغه وايي چې كه ددوى دغه لاټېنونو ښه بازار درلودلى نو دې به له اوس څخه هم زياته گټه كوله.

د تخار د سوداګرو ښځو د اتحاديي يوه كاركوونكې فريبا هم د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د بازار نشتوالى يوه لويه ستونزه وگڼله او زياته يې كړه چې تر دې وخته په تالقانو كې ددوى سره ۸۸۱ هغو ښځو چې په لاسي صنايعو بوختي دي ځانونه ثبت كړي، خو زياتوي چې دغه ټولې ښځې په تالقانو كې د ښځو د صنايعو لپاره د يو ځانګړي بازار د نشتوالي څخه سر ټكوي.

فريبا وايي هغه ښځې چې ځانونه يې له دوى سره ثبت كړي ډېرې يې په قالين اوبدنه،خياطۍ، او نورو لاسي صنايعو بوختي دي، چې په وينا يې له دې لارې پيسې لاس ته راوړي او د كورنۍ خرڅ و خوراك پرې كوي.

هغه وايي چې مرستندويه موسسات بايد په تالقانو كې د ښځو لپاره يو ځانګړى ماركيټ جوړ كړي ، او يا لږ تر لږه بايد په بهرنيو هېوادونو كې دې ددوى صنايعو ته ماركيټنگ وكړيتر څو ددى ستونزې حل شي .

XS
SM
MD
LG