د لاس رسي وړ اتصالات

وکیلان: کرزي د طالبانو سره د یو ځای کیدو خبرداری ورکړی


(عکس: AP) د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وائې، دتیرې هفتی پخپلو تبصروباندی ولاړدی چې په لویدیځ باندی تورلگولی دافغانستان دانتخاباتو په ټگی برگی کې ئې لاس لاره.

ښاغلې کرزی پرون د دوشنبی په ورځ د (BBC) تلویزن سره په مرکه کې وویل، دهغه وینا رښتیا وه چې داگست دشلمی نیټی دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې دلاس وهنی ملامتی په خارجی سفارتونو او بین المللی ټولنو باندی اچولی وه.

ددوشنبی په ورځ دافغانستان دپارلمان یوشمیر غړو دا خبره هم وکړه چې دشنبی دورځی په غونډه کې ښاغلې کرزی وویل، که خارجی لاس وهنه بنده نشی نو طالبان به دمقاومت مشروع تحریک شی.

دپارلمان غړو چې نه غواړی نومونه ئې واخیستل شی،دا هم وویل،دافغانستان مشر پیشنهاد وکړچې که خارجی فشار دوام ولری دی به پخپله مجبورشی چې دطالبانوسره یوځای شی.

سپینې ماڼۍ دښاغلې کرزی تبصری مآیوسه کونکی وبللی مگر وویل، دامریکا دجمهوررئیس ښاغلی براک اوباما او دښاغلی کرزی ترمنځ په واشنگټن کې دبلی میاشتی غونډه تراوسه پرځای ده او دتقسیم اوقات سره سمه کیږی.

XS
SM
MD
LG