د لاس رسي وړ اتصالات

پارلمان د زرداري واک کموي


د پاکستان پارلمان دې ته چمتوالی نیسي چې پر هغې لایحې باندې رای ګیري وکړي چې په ترڅ کې به یې د جمهور ریْس هغه صلاحیت سلب شي چې صدراعظم د دندې نه ګوښه کړي.

دغه راز پارلمان به پردې باندې هم راګیري وکړي چې د دغه ملک د یوه ایالت نوم بدل کړي. د آمریکا غږ خبریال ګیري ټامس وايي چې دغه راز تغییرات به د پاکستان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ژور تاثیرات په پای کې ولري.

د پاکستان جمهور ریْس آصف علي زرداري د سیاسي کارپوهانو په نظر یو د نه تصور وړ کار کوي او هغه دا چې د پارلمان نه يي غوښتي دي چې د هغه ځیني صلاحیتونه کم کړي.

پرون د دوشنبې په ورځ پارلمان ته د یوې وینا په ترڅ کې ښآغلي زرداري د پارلمان نه وغوښتل چې ددغه ملک په اساسي قانون کې دي یو نوی تعدیل راولي ترڅو د جمهور ریْس هغه صلاحیتونو کم شي چې پارلمان منحل کړي او دغه راز صدراعظم د دندې نه ګوښه کړي .

د آمریکا د متحده ایالاتو دپاره د پاکستان پخوانۍ سفیره مهیلا لوډي وايي چې ددغه کار په کیدو سره به د دغه ملک د چارو ټول صلاحیتونه صدراعظم ته انتقال شي او جمهور ریْس به تش په نامه مشر وي.

هغه داسي وايي،، سیاسي ګوندونه دغه اقدام ته د یوه پرځای اقدام په سترګه ګوري ترڅو د کال ۱۹۷۳ اساسي قانون بیرته نافذ شي، په دې معنی چې د جمهور ریْس نه به واک صدراعظم ته ورکړل شي او د پارلماني نظام اساسات به مراعت شي،،.

د حکومت د وړنګولو یا لغوه کولو واک جمهور ریْس ته په کال ۱۹۸۵ کې ورکړل شو، هغه مهال چې د پاکستان جمهور ریْس ضیاالحق و. جمهور ریْس ضیاالحق درې کاله وروسته ووژل شو خو دغه واک د هغه مهال راهیسي د جمهور ریْس سره پاته شو او په ۹۰ مه کلیزه کې درې ځلې ځیني کار واخیستل شو ترڅو د بېنظیر بوټو او نواز شریف انتخاب شوي حکومتونه منحل کړي او دغه راز دغه واک د بل نظامي حکمران پرویز مشرف له خوا وساتل شو.

د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتو په ورستي پړاو کې د پاکستان د پیپل ګوند مشر آصف علي زرداري د صدراعظم پرځای ددغه ملک د جمهور ریْس په توګه وټاکل شو. زرداري د فقیدې بې نظیر بوټو خاوند دی. بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر په میاشت کې ووژل شوه.

میرمن لوډي زیاتوي چې جمهور ریْس آصف علي زرداري او صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د یو ګوند څخه دي نو د جمهور ریْس زرداري دغه اقدام به ډیر لږ فوري عملي اغیزه ولري خو هغه زیاتوي چې د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني څخه دا تمه کیدای شي چې په تدریجي ډول خودمختاره شي.

د آمریکا د پاره د پاکستان پخوانۍ سفیر لوډي داسي وايي،، هر څومره چې د جمهور ریْس زرداري څخه و صدراعظم ګیلاني ته واک انتقال شي هغومره به هغه د دې واک پیدا کړي چې کرار کرا خودمختاره شي ځکه هغه د پاکستان په سیاست کې نسبتاٌْ د منلو وړ شخصیت دی. صدراعظم ګیلاني به د واک ترلاسه کولو وروسته په دې وتوانېږي چې خپله خودمختاري د تیرو دوو کلونو په مقایسه زیاته کړي،،.

د اساسي قانون د ۱۸مادې تعدیل به د صوبه سرحد نوم هم چې د بریتانیې د حکمرانۍ د وخت راهیسي د شمال لویديځ قبایلي ایالت په نامه یادیږي، د خیبر پښتونخوا په نامه واړوي.

د کانګرس د تحقیقاتو د مرکز څخه د جنوبي آسیا د چارو کا رپوه آلن کروستاد وايي چې ددغه ایالت د نوم بدلول د عوامي نشنل پارټۍچې د پښتنو ګوند دی، غټه غوښتنه وه، دغه ګوند په کال ۲۰۰۸ کې د صوبه سرحد ایالت انتخابات وګټل.

ښاغلیْ کروستاد داسي وايي،،دا په اصل کې د اکثرو غوښته وه چې صوبه سرحد دي هم د نورو ایالتونو په شان د اکثریت اوسیدونکو پر اساس یاد شي، په دغه ایالت کې ټول پښتانه ژوند کوي او د دې ترڅنګه د عوامي نشنل پارټۍ په واک کې دی نو زه فکر کوم چې دا به ددغه ګوند دپاره یو غټ سمبولیک پرمختګ وي،،.

د صوبه سرحد د نوم د بدلولو سره د اوږدې مودې راهیسي د پاکستان په نظام کې مخالفت موجود و په تیره بیا د پوځ د خوا، ځکه پوځ په دې ویره کې و چې دا کار به نشنلست پښتانه بیا راوېښ کړي چې د لازیاتې خودمختارۍ او حتی د پاکستان نه د جلا کیدو دپاره مبارزه وکړي.

د آمریکا د پالیسۍ د نړیوال مرکز څخه سلایګ هریسن چې د جنوبي آسیا په چارو کې ماهر دی وايي چې پښتنو په صوبه سرحد کې اکثراْ د پنجابیانو په لاس کې د زیات واک سره مخالفت ښودلی په تیره بیا د پوځ په مسایلو کې.

هغه داسي وايي،، د صوبه سرحد د پښتنو په برخه کې، پخوانۍ بریتانیې د پاکستان د آزادۍ پر مهال داسي انتخابات دایر کړل چې د صوبه سرحد د پښتنو غوښتنې ته چې په هغه وخت کې یې د پښتونستان په نامه د یوه آزاد ملک غوښتنه کوله، او د پاکستان سره یې هم یوځای کیدل نه غوښتل، کمه جلوه ورکړي نو دغې مسلې ته په کتو سره د پنجابیانو او اقلیت پښتنو ترمینځ په اړیکو کې ډیرې جدي اندېښنې موجودې وې،،.

خو ملیهه لوډي چې په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن په مرکز کې کار کوي هغه اندېښنې ردوي چې په پاکستان کې دي پښتون نشنلیزم بیا راژوندی شي.

هغه داسي وايي،،مونږ په تیرو دوو او درو لسیزو کې دا ولیدل چې هغه پښتانه چې پخوا یو نسبتاْ جلا ډله وه، اوس تر زیاته حده پوري د پاکستان په ټولنه کې ګډ شوي دي. دوی د پاکستان په قوي پوځ کې حضور لري، د پاکستان په مدني ټولنه کې استاځیتوب لري او د پاکستان صنعت ته ورننوتي دي، نو دغو ټولو ټکو ته په کتو سره زه فکر نه کوم چې د هغه اړخه کوم خطر موجود وي،،.

داسي پېشبیني کیږي چې د اساسي قانون د ۱۸ مادې تعدیل به په اکثریت د رایو تصویب شي ځکه دغه مسوده د پارلمان د هغې کمېټې له خوا ترتیب شوې چې په کښي څو ګوندونو اشتراک درلود.

XS
SM
MD
LG