د لاس رسي وړ اتصالات

دریمه پارلمانی ډله: د امریکا سره تودې اړبکې د افغانانو اړتیا ده


د افغانستان دریمی پارلمانی کرښی د امریکا په هکلهد جمهور ریس کرزی وروستی څرګندونی د خپل هیواد د ملی ګټو په خلاف بللی اوجمهور ریس کرزی ته یی د لویدیځو هیوادونو سره د اړیکو د پراخیدلو لپاره د زیاتو هڅو تر سره کولومشوره ورکړی ده.

په ولسی جرګه کی د دریمی پارلمانی ډلی په نوم د یوی سیاسی پارلمانی ډلی غړی میرمن شکریه بارکزی د سی شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل چی په سیمه کی د یو خپلواک افغانستان د سر د راپورته کولو لپاره نړیوالی ټولنی او په خاصه توګه امریکاسره د افغانستان ګرمیاړیکی ساتل ډیر ضروری دی.

"د افغانستان هیڅ ګاونډی دغه هیواد سره د سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو مرستو په برخه کی د ڼړیوالی ټولنی په وړاندی د یو ښه دوست ځای نشی نیولی". میرمن بارکزی وویل چی افغانستان لپاره د امریکا پرته په سیمه کی بل هیڅ هیواد یو ښه هم پیمان نشی جوړیدلی.

جمهور ریس حامد کرزی د تیری پنجشنبی په ورځ او بیا ددی هفتی په سر کی په کندهار کی نړیواله ټولنه په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالات د افغانستان په چارو کی په لاس وهلو تورنه کړله وویل چی دی اوس د بهرنیو د ولکی ځان خلاص کړی او طالبانو ته هم په کار دی چی دده په څیر خپل ځانونه د بهرنیو د اسارت نه وژغوری د جمهور ریس دا څرګندونی د امریکا د سپینی ماڼی د کلک عکس العمل سره مخ شولی خو ملګرو ملتونو د جمهور ریس کرزی په دی څرګندونو تر اوسه کومه تبصره نده کړی.

یوازی په کابل کی د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په یو بیان کی کابل ته افغانستان لپارهد ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ځانګری استازی د مرستیال مارتین کوبلر د رارسیدلو خبرورکړی ویلی دی چی دغه جرمنی دیپلومات ‎به په افغانستان کی په سیاسی چارو کی د ملګروملتونود عمومی منشی د ځانګړی استازی د مرستیال په توګه د امریکایی دیپلومات فیټر ګالبریټ په ځای کار وکړی. پیټر ګالبریټ د افغانستان جمهوری ریاست د تیرو انتخاباتو دمخه د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د پخوانی ځانګړی استازی سره د اختلاف له امله د خپلی دندی نه ګوښه شو.

جمهور ریس کرزیهم د پنجشنبیپه ورځ په خپلو څرکندونو کی مخامخ ګالبریټ ته ګوته ونیوه او هغه یی د انتخاباتو په بی اعتباره کولو تورن کړه خو ګالبریټ په هغه باندی لګیدلی تورنه په کلکه رد کړی دی.

په کندهار کی جمهور ریس کرزی له خوا په امریکا باندی د تورونو د لګولو په وخت هلتهپه افغانستان کی د ناتو امریکایی جنرال سټاینلی میک کرسټال هم خاضر وه جنرال کرسټال د سی شنبی په ورځ په کابل د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د قومی مشرانو او دینی عالمانو یوی لوی غونډی ته په وینا کی پرته له دې چی د جمهور ریس کرزی څرګندونو ته ځواب ووایي وویل چی افغانستان یو خپلواکه هیواد دی او نړیوال قوتونه د افغانانو په غوښتنه دغه هیواد ته راغلی تر هغی به دا قوتونه دلته پاتی شی چی افغانان یی پاتی کیدلو ته اړتیا ولری.

جنرال کرسټال وویل چی دده تر قوماندی لاندی نږدی سل زره عسکرو ته یی ویلی دی چی د افغانانو دود او دستور ته کلکه پاملرنه وکړی او درناوی یی وکړی هغه وویل چی کله کله د پوځی عملیاتو په وخت د دوی عسکر د خلکو کورونو ته ننوتلو ته هم اړ کیږی خو جنرال کریسټل وویل چی دوی تر ډیره حده کوښښ کوی چی د شپی په وخت د خلکو کورونو ته بهرنی عسکر داخل نشی. "ددی دمخه چی افغان او ایتلافی عسکر کوم کورته د شپی او یا ورځی ننوزی ما خپلو عسکرو ته امر کړی چی د ټولو ممکنه لاروچارو نه کارواخلی او څومره چی ممکن وی د سهار رابرکیدلو پوری منتظر پاتی شی او کله هم چی کوم کور ته ننوزی د خلکو سره د درناوی ډک چلند نه کار واخلی".

دغه امریکایی جنرال په افغانستان کی د ملکی تلفاتو په پیښو باندی خواشینی وښوده وویل چی هڅه یی دا ده چی ملکی اوسیدونکو ته د سر د زیان د رسیدلو پیښی ډیری را کمی کړی. په کابل کی د قومونو او سرحدونو د چارو د وزارت په نوښت پدی غونډه کی یو شمیر ویناوالو هم د نړیوالو قواو د چارواکو نه د پوځی عملیاتو په وخت د اختیاط غوښتنه کوله او د نړیوالو قواو د عسکرو لخوا یی په خپل سر د افغانانو د کورونو د تلاشیو د بهیر بندیړلوغوښتنی کولی د قومونو او سرحدونو د چارو وزارت ددی دمخه هم دغسی مشورتی غونډی د نړیوالو قواو د چارواکو سره جوړی کړی دی خو تر اوسه لانه د ملکی افغانانو د مرګ ء‎ژوبلی د مخنیوی بشپړ غم خوړل شوی او نه هم د افغانانو د کورونو د لټون بهیربند شوی دی.

XS
SM
MD
LG