د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز كوچيان وايي له مخدره موادو پاک دي


د كندوز كوچيان وايي چې په كوچيانو كې داسې څوك نشته چې په هيروينو او چرسو معتاد وي، د كوچيانو يو تن سرخيل محمد عيسى بلوچ وايي چې ددوې مالداري او په مالدارۍ كې مصروفيت او ښه طبعي خوراكونه ددې لامل دى چې هغوي له نيشو ساتي نوموړې زياتوي چې د كليوالو خلكو په پرتله زيات د ښار خلك په هيروينو او نورو مخدره موادو اخته كيږي، نوموړې په مخدره موادو د ښاري خلكو د اخته كيدو علت بې كاري او د مخدره موادو په اسانۍ پيدا كيدل ګڼي.

د كوچيانو مشر محمد عيسى وايي چې كوچيان نه نشيي مواد استعمالوي او نه يې كري، هغوي يوازې په خپله مالدارۍ اخته وي، په عمومي توګه كوچيان مخدره مواد نه استعمالوي، او لويه نيشه يې نصوار دي، هغه وايي چې كوچيان په طبعي سيمو كې چې ښې هواګانې لري اوسيږي نو ځكه يې د نيشې خواته مخه نه اوړي، او زياتوي چې دوي له نيشو كركه هم لري.

محمد عيسى وايي چې د ښار اوسيدونكي خلك زيات معتاد دي او په كوچيانو كې په هيروينو معتاد خلك نشته هغه وايي چې د كليوالو خلكو په پرتله د ښار زيات خلك په هيروينو معتاد دي او علت يې دادې چې كوچيان له ښاره لرې دي او بازار هغه ځاى دى چې مخدره مواد په كې په اسانۍ سره پيدا كيداى شي، او كليوال چې ښار ته نه راځي نو هيروين او نور مخدره مواد نه پيژني نو ځكه په كې معتادين هم نشته.

د كندوز د علي اباد ولسوالۍ د كوچيانو مشر شيرمحمد وايي چې كه په كوچيانو كې په هيروينو معتاد پيداشي دوي به يې تداوي وكړي، هغه زياتوي چې په كوچيانو كې هيڅ داسې څوك نشته چې هغه پر هيروينو معتاد وي، هغه زياتوي چې ده په خپل پنځه څلويښت كلن عمر كې داسې څوك نه دى ليدلې چې پر هيروينومعتا د وي، هغه په كوچيانو كې د معتادينو دنشتوالي علت له مالدارۍ سره مصروفيت وښوده او زياته يې كړه چې كه په كوچيانو كې پر هيروينو او چرسو معتاد څوك پيدا شي دوې به يې تداوي وكړي.

د معتادينو دكلينك ډاكټران په دې نظر دي چې يو زيات شمير ځوانان ددې له امله چې كاروبار او مصروفيت نه لري پر روحي فشار لاندې راځي او دغه ډول خلك زيات وخت د خپلو تشويشونو د لرې كولوپه خاطر نيشې ته مخه كوي.

XS
SM
MD
LG