د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو استعفا وکړه


د افغانستان د حکومت ماموران وايي چې د انتخاباتو دخپلواک کمېسیون رئیس او د هغه مرستیال له خپلو وظیفو نه استعفا کړې ده.

د جمهور رئیس کرزي د دفتر ویاند وحید عمر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو د کمېسیون د رئیس عزیزاله لودین د ماموریت موده پای ته ورسېده او ددغه کمیسیون د دارالا نشا مسئول داود علي نجفي هم له خپلې وظیفې استعفا وړاندې کړه. وحید عمر وویل چې جمهور رئیس کرزي د دواړو استعفاگانې منظور کړي دي.

د انتخاباتو کمېسیون دپروسږ کال د جمهوري ریاست انتخابات تنظیم کړي وو چې په پراخه پیمانه ټگي برگي په کې شوې وه.

د ملگرو ملتونو ملاتړ لرونکي د انتخاباتو دغه کمېسیون د جمهور رئیس کرزي د رایو تقریبا دریمه برخه باطلې اعلان کړې ځکه چې گډوډي په کې ډېره شوې وه.

کله چې تیره هفته ښاغلي کرزي اعلان وکړ چې پروسږکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی د ټگئ او برگئ مسوولیت د یو شمیر خارجي دولتونو او ملگرو ملتونو په غاړه ؤ، نو نړیواله ټولنه ورڅخه ډیره ناراضه شوه.

د سه شنبې په ورځ د امریکا حکومت داسې اشاره هم ورکړه، که ښاغلی کرزی همدا شان نور هم د خارجیانو په خلاف خپلو ویناو ته دوام ورکړي نو کیدای شي د جمهور رئیس کرزي او ښاغلي اوباما پلان شوی ملاقات فسخ شي. ټاکل شوې ده چې دواړه جمهور رئیسان د مۍ په دولسمه په واشنگټن کې سره وگوري.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز وویل چې واشنگټن به د ښاغلي کرزي ویناوې او تبصری په پوره ډول ارزیابي کړي او وبه گوري چې ایا دا ډول ملاقات به څه گټه ولری او که نه.

له بلې خوا د افغانستان د پارلمان غړو وویل، د دوشنبې په ورځ ښاغلي کرزي له دوی سره د بندو دروازو تر شا د یوې غونډې په وخت په هغو لویدیزو دولتونو باندې سخت انتقادونه وکړل چې ورنه خوشحاله نه دي.

ویل کیږي چې جمهور رئیس کرزي د پارلمان غړو ته وویل که د افغانستان په کورنیو چارو کې د خارجیانو لاس وهنې دوام وکړي نو د هغه په وینا د طالبانو مقاومت به په یوه مشروع پاڅون باندې بدل شي. کرزي خبرداری ورکړ که خارجي فشار ورباندې پای ته ونه رسيږي نو شاید له طالبانو سره ملگری شي.

په عین وخت کې نن ناټو اعلان وکړ چې د ننگرهار په ولایت کې دسړک په غاړه د یوه بم په چاودنه کی یو تن ولسي کس مړ او څو کسان زخمیان شول. چاودنه د ناټو د قواوو د یوه پوځي قطار سره نژدې وشوه.

XS
SM
MD
LG