د لاس رسي وړ اتصالات

دكندوز چارواكو خلكو ته د حساب وركول پيل كړل


په كندوز كې د ټولو دولتي ادارو له خوا خلكو ته دحساب وركولو چارې پيل شوى، په هغه غونډه كې چې په سلګونو قومي مشران او د دولتي ادارو مسوولينو په كې ګډون درلوده.

د كندوز والي انجينر محمد عمر وويل: دوې په دې خاطر چې د خلكو انتقادونه واوري او په راتلونكې كې خپل كار او دندې ته متوجه وي دحساب وركولو لپاره يې د قومي مشرانو غونډه جوړه كړې.

هغه وويل: (( ددوې د غونډې او راپور وركولو هدف دادې چې خلك د چارواكو له كارونو خبرشي او دوې د خلكو هغو خبرو ته چې په كندوز كې هيڅ كار نه دى شوى ځواب ووايي او له بله پلوه خلكو ته د راپور وركولو له لارې په ادارو كې د فساد او رشوت مخنيوې وكړي.))

د كندوز والي وويل چې تير كال له امنيتي ستونزو سره سره بيا هم دوی يو لړ كارونه ترسره كړي دي.

انجينر محمد عمر وويل چې دو تيركال د نورو كلنو په پرتله زيات عايد په لاس راوړى چې د نورو كلنو په پرتله په كې پنځه اتيا فيصده زياتوالى راغلى.

هغه وويل: (( مونږ ته د دولت له خوا له راكړل شوي پلان څخه مونږ نهه شپېته ميليونه افغانۍ زيات عايد په لاس راوړى، چې په دې عوايدو كې د (۱۳۸۷) لمريز كال په نسبت پنځه اتيا فيصده زياتوالى راغلى.))

د كندوز والي له خلكو سره ژمنه وكړه چې په روان لمريز كال كې به دښار دننه ځينې سركونه، د قلعه ذال، ګورتيپې، چاردرې، او ارچي ولسواليو سركونه قيركړي، او د څلويښتو ښوونځيو ودانۍ به نوې جوړې كړي.

هغه د ځينونوروهغو پروژو يادونه هم وكړه چې په روان كال كې به تر سره شي.

د كندوز د والي له خبرو وروسته د امنيي قوماندان محمد رزاق يعقوبي په تير كال كې د ناامنيو يادونه وكړه او زياته يې كړه چې تيركال دوي (۱۴۰۰) تنه نوي پوليس جذب كړي ترڅو په سيمه كې د امنيت د ټينګښت سبب شي، هغه زياته كړه چې په تيركال كې په جګړو او چاودنو كې (۲۷) تنه پوليس وژل شوي او (۳۱) تنه نور ټپيان شوي وو.

محمد رزاق يعقوبي وويل چې دوي د تالاشيو په پروخت (۸۲) ميله وسلې هم تر لاسه كړي چې د ډاياك پروګرام ته يې سپارلي دي، نوموړي د تير كال امنيتي وضعه د انديښنې وړ وبلله او زياته يې كړه: (( مونږ ترافيكو ته هم وسلې وركړى چې له كندوز څخه او د كندوز له خلكو دفاع وكړي او خپل مسووليت اداء كړو.))

هغه په سيمه كې د پوليسو د تشكيل كمبود د امنيت لپاره لويه ستونزه وبلله او ويې ويل چې دوي له ټولو ستونزو سره كندوز ساتلى دى او هغه سيمې چې د دولت له واكه بهر دي كوښښ كوي چې تر ولكې لاندې يې راولي هغه وايي: ((هغه سيمې چې زمونږ تر ولكې لاندې نه دي ډير زر به يې تر خپل واك لاندې راولو.)) او دكليو او پراختيا هغه پروژې چې په كليو كې د ناامنيو له امله ځنډيدلي عملي شي.

د كندوز د دولتي چارواكو له خوا به خلكو ته دحساب وركولو دغه لړۍ تر هغې دوام وكړي تر څو د ټولو رياستونو چارواكي خپل كلني راپورونه خلكو ته واوروي او دهغوي پوښتنو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG