د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ملي اسامبلې د زرداري د واک کمول منظور کړل


د پاکستان ملي اسامبلې په اساسي قانون کی یو مهم تعدیل چی هدف یې د جمهوررئیس آصف علي زرداري نه د زیاتو اختیاراتو اخیستل دي، منظور کړی دی.

جمهوررئیس زرداري هم ددې تعدیل طرفداري کړې ده. هغه به د پاکستان د مشرانو د جرگې له خوا هم منظور سي او بیا به نو قانوني بڼه غوره کړي.

دغه یولړ اصلاحات چی « اتلسمه تعدیل نامه » بلل سوې، مهم صلاحیتونه صدراعظم ته سپاري چی په هغو کی د پارلمان منحلول او د اردو د مشرانو او نورو لوړ رتبه چارواکو مقرورول هم شامل دي.

په ښاغلي زرداري باندي انتقادونه کیږی چی ددغو صلاحیتونو په انتقال کی ډیر سوکه روان دی. دا صلاحیتونه د پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف په دوره کی جمهوررئیس ته ورکړه سوي وو.

صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د هغي کمیټې رئیس چی د اصلاحاتو دغه پیشنهاد یې ترتیب کړی ـ سناتور رضا رباني ددې تعدیل ستاینه کړې ده. هغوی ولسي جرگې ته وویل چی دا اقدام به د پاکستان دیموکراتیکی مؤسسې تقویه کړی.

XS
SM
MD
LG