د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه پارلماني هیئت له جمهور رئیس کرزي سره کتلي


د افغانستان د جمهوری ریاست په انټرنیټی پاڼه کی د یو خپورشوی خبر له مخې جمهور ریس کرزي د چهارشنبی په ورځ په ارګ کی د امریکا د پارلمان د یو پنځه کسیز هیات سره کتلي دي.

دغه هیئت چې مشري یې سناتور توماس کارپر کوله له ښاغلي کرزي سره د افغانستان او امریکا تر منځ د لفظي شخړو وروسته په پیدا شوي حالت خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهوری ریاست د انټرنیټی پاڼی د بیان له مخی جمهور ریس کرزی دغه امریکایی پارلمانی هیات ته وویلی چی د دوو همکارو هیوادونو ترمنځ کله کله ځینی مسلی راپورته کیږی چی د حل لپاره یی په کار دي دواړه خواوې هڅی وکړی خو جمهور ریس کرزی ددغو نوو رامنځ ته شوو ستونزو سره سره دغه هیات ته ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکی اړیکی د پخوا په څیر په خپل حال دی.

پدی بیان کید امریکایی هیات له خولی ویل شوی چی جمهورریس کرزی په ډیرو سختو شرایطو کی د افغانستان او نړیوالی ټولنی ترمنځ هماهنګی رامنځ ته کړی چی د هغه دا هڅی ددغه هیات له خوا ستایل شوي دي.

ددغه بیان له مخی د امریکا د سنا او کانګریس ګډ هیات د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په دوام ټینګار کړی اوویلی دی ددغو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیکی اړیکی د دواړو هیوادونو په ګټه دی.

په کابل کی د امریکا سفارت د سناتور توماس کارپر په مشری د امریکا د پارلمانی ددغه هیات د پاتی غړو په نومونو کی د نوادا د ایالت سناتور جان این سین ، د نوی مکسیکو د ایالت سناتورتام یوډال، د مساچوسیټ د ایالت سناتور سکاټ برون او د ویرجینا د ایالت د کانګریس غړی راب ویټمین نومونه ښودلی دی.

جمهور ریس کرزی سره د امریکا د سنا او کانګریس ګډ هیات وروسته له هغه کتلی چی د تیری هفتی را پدی خوا د آفغانستان د ځینو حکومتی چارواکو او د سپینی ماڼی نطاق یو لړ داسی څرګندونی کړی چی ورسره د دواړو هیوادونو تودی اړیکی د شک او تردید ښکار شوی اوتر ډیره حده ددغو هیوادونو نږدیسړی شوی شوی دی.

XS
SM
MD
LG