د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: امریکا غواړي له کرزي سره اړیکې ښې کړي


د نیو یارک ټایمز ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ دا پریل په ٧ مه نیټه باندی لیکی د اوباما اداری وویل چی ښاغلی کرزی هغه شخصیت دی چی موږ ورته احترام لرو او هغه ادعاگانی یی رد کړلی چی دملگرو ملتونو یوه پخوانی مامور دهغه په هکله کړی و.

د امریکاد خارجه وزارت نطآق جی پی کراولی وویل چی موږ د ښاغلی کرزی په هکله اندیښنه نلرو.

نیویارک ټایمز لیکی چی ددغو تبصرومقصد داو چی هغه فضا روښانه کړی چی دامریکا یوشیمر چارواکیو وویل چی مخ په خړپړتیا ده او په افغانستان کی دامریکا نظامی ماموریت ته خطر پیښولی شی. داوباما داداری یومعتبر چارواکی دنوم د نه ښودلو په شرط وویل دا ډیره مهمه ده چی داخبره نوره کراره کړی شی او خپلو کارونوته ادامه ورکړو. هغه زیاته کړله چی که دی پر موږ تورونه لگوی او موږ یی پرهغه لگوو نودا زموږ شراکت اوملگرتیا ته تاوان رسوی.

د سه شنبی په ورځ د سپینی ماڼی نطاق رابرت گبز وویل چی دمی په میاشت کی د ښاغلی کرزی ملاقات لاتراوسه په خپل حال پاتی دی.

خو دامریکا د خارجه وزارت نطآق ښاغلی کراولی د چارشنبی په ورځ په ډیر قاطعیت وویل چی داملاقات په خپل حال دی او هیڅ بدلون پکی ندی راغلی.

هغه وویل چی یوپر بل د سختو انتقادونو باوجود داوباما اداره له ښاغلی کرزی سره نیژدی روابط لری.

د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن له ښاغلی کرزی سره د جمعی په ورځ خبری وکړلی. جمهوررئیس کرزی، د اونی په اخره کی په افغانستان کی دامریکا له جگپوړه قوماندان جنرال ستانلی مکریستل او د امریکا له سفیر کارل ډبلیو ایکنبری سره ملاقاتونه وکړل.

دامریکا د خارجه وزارت نطاق جی پی کراولی وویل چی موږ دهغو شیانو په برخه کی چی هغه وویل اندیښنی لرو لکه څنگه چی زه فکر کوم ښایی جمهوررئیس کرزی اونوریی هم د هغو خبرو په برخه کی ولری چی په دی ملک کی کیږی.

که داخبری دحکومت د اجرائیه څانگی له خوا نه کیږی او که د مقننه برخی له خوانه کیږی او یا بل چیرته کیږی. خو هغه ښاغلی کرزی ته د شریک اوهمکار خطآب وکړ او ویل چی جمهوررئیس کرزی هغه شخصیت دی چی موږ ورته احترام لرو او موږ ورسره له نیژدی نه کار کوو چی دا ووینو چی په ملی سطحه په افغانستان کی یوموثر حکومت منځته راشی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه دپنجشنبی په ورځ لیکی چی دامریکا حکومت او س په دی تمرکز کوی چی د اپین دورکولو په ځای په افغانستان کی طا لبانو ته ماتی ورکړی او ځان ترینه خلاص کړی.

ورځپاڼه لیکی چی د امریکا هغه څوملیون ډالری پروگرام چی تیرکال په منی کی پیل شو، مقصد یی داو چی کروندگر دیته وهڅوی چی دکوکنارو په ځای غنم وکری، خو د ی کار په هلمند کی د کوکنار په کر لوکی کمښت راونه وست د ملگرو ملتونو د وروستی سروی له مخی دهلمند سیمه په فغانستان کی د کوکنارو دکرلو له اړخه مرکزی حیثیت لری.

د امریکا عسکرو ته چی مارجه یی د طالبانو نه خلاصه کړله؛ هغو ته امر شویدی چی د خلکو زړونه په لاس راوړی او دهغوی دکوکنارو له فصل سره غرض ونلری.

واشنگټن پوست لیکی چی د اوباما اداری تیرکال فیصله وکړله چی د افغانستان کروندی گر دهغوی د کوکنارو د فصل په تخریبولو له ځان نه ناراضه نکړی. ددی په ځای د نشه ئي توکیو د قاچاقبرانو په نیولو او توقیفولو، او د اپین دنقل او انتقال په مخنیوی کی چی له هیواد نه بهر ته وړل کیږی، تمرکز وکړی.

ددی ترڅنگ تیرکال د هلمند په لیری پرتو سیمو کی کروندگرو ته تخم، کیمیاوی سره اود کرنی په اړه نوری مرستی ورکړل شوی چی هغوی د متبادل فصل کرلو ته وهڅوی. په دی کی غټ متبادل فصل غنم گڼل شویدی.

ورځپاڼه لیکی چی د کوکنارو فصل زیاتو کارگرانوته ضرورت لری او کارگرانو ته یی ډیری پیسی ورکول کیږی. له نورو ولایتونو نه کارگران راځی چی دا پین د وهلو په موسم کی کار او گټه وکړی خو جنرال نکلسن، په سیمه کی دامریکا یی قواو قوماندان وایی چی دی پلان لری چی دغی سیمی ته راتلونکی غټ سړکونه بند کاندی څو له نورو ولایتونو نه راغلی کارگران بیرته ولیږی.

په دی توگه به د اپین په وهلو او ټولو لو کی محدودیت راشی. هغه وایی چی دامریکا پوځ او د مخدره موادو ضد اداری دافغان امنیتی قواو په شمول افغانستان ته د کیمیاوی موادو را داخلیدل بند کړیدی.

واشنگټن پوسټ لیکی چی دمخدره موادو ضد اداره وایی چی په افغانستان کی ٩٦ نمایندگان لری او د اپین دنیولو کار تیرکال

٩٢۴ فیصده پرمختگ کړیدی. ځکه چی دافغان اوخارجی قواو ترمنځ، په دی برخه کی همکاری زیاته شویده. هغه وویل هغه افغانان چی خپل اټکل شوی عاید له لاسه ورکوی، هغوی ته به د ورځی پنځه ډالره د کرنی د ویالو د پاکولو د کار په مقابل کی ورکړل شی. له نورو ولایتونو نه راغلی خلک چی بیرته گرځول کییږی هغوی به په بل ځای کی ځان ته کار پیدا کړی.

واشنگټن پوست لیکی چی د مخدره موادو د فصل د تخریب دپروگرام په پایته رسولو باندی هرڅوک خوشاله ندی. روسیی ناټو ته خواست کړیدی چی د کوکنارو د فصل دتخریب کولو پروگرام بیرته پیل کاندی. هغوی استدلال کوی چی دافغانستان په اپینو باندی هرکال تقریبا دری زره روسان وژل کیږی.

د روسانو دغه غوښتنه ونه منل شوه او دناټو نطآق جیمز اپاتورای په بروکسل کی خبریالانو ته وویل چی نړیوال ایتلاف او دافغانستان حکومت یوهم په دی عقیده ندی چی د اپین د فصل تخریب مطلوب کا ر دی.

واشنگټن پوست په پای کی لیکی چی سږکال د کال په اخر کی د منی د فصل وخت راورسیږی، داوباما اداره پلان لری چی د تیر کال د متبادل فصل پروگرام پراخه کړی او په زراعتی برخه کی نوری انکشافی برخی زیاتی کړی. په دغه برخه کی ماهران همدا اوس هلمند ته روان دی.

XS
SM
MD
LG