ناټو وايي چې د آمریکا د هوايي قواوو یوه الوتکه یې د زابل په ولایت کې رالوېدلې، درې آمریکايي عسکر او یو ملکي کارکونکی په کې وژل شويدي.
ناټو ویلي دي چې د دې پېښې علت لا نه دی معلوم. چارواکي وايي چې ددې الوتکې په رالویدو کې څو آمریکايي عسکر زخمي هم دي. د آمریکا د هوايي قواوو د سي وي ۲۲ ډوله الوتکه آمریکايي قواووته مواد رسوي.
د دېنه مخکي د زابل د ولایت ویاند ( محمد جان رسول یار) ویلي و چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالودیدلې ده.
طالبانو ادعا کړې چې دا الوتکه دوی ویشتلې ده.