د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې ۲۴ یاغیان وژل شوي.


د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وايي چې عسکرو یې د صوبه سرحد په دوو سیمو کې ۲۴ یاغیان وژلي دي.

د سرحدي عسکرو چارواکو ویلي دي چې یاغیانو نن سهار وختي د اورکزیو د ( بیزوتي) په سیمه کې په عسکرو باندې حمله وکړه او غوښتل یې هغه پوسته بیرته ونیسي چې په دې ورستیو وختو کې عسکرو د هغوی نه نیولې وه.

چارواکي وايي چې په دې جګړه کې ۱۵ یاغیان وژل شوي او څلور یاغیان نیول شوي دي. وروسته د همدې جمعې په ورځ عسکرو د کرم په اجنسۍ کې په بله جګړه کې لږ تر لږه ۹ یاغیان ووژل.

د پاکستان اردو تیره میاشت په ( اورکزیو ) کې چې د پاکستاني طالبانو د مشر ( حکمت الله مسعود) پخوانۍ مورچل و، تعرضي عملیات پیل کړي دي. ویل کېږي چې حکمت الله مسعود د جنورۍ په میاشت کې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی. په اورکزیو کې د پاکستان د پوځ په حملو کې تراوسه پوري ۲۵۰ یاغیان وژل شوي دي.

له بلې خوا پولیسو ویلي دي چې د صوبه سرحد د ( لکې مروت) په ښارګوټي کې نن د جمعې په ورځ دوه مشکوک ځان مرګه بم چونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG