د لاس رسي وړ اتصالات

د پوځ په بمبارۍ کی ۴۵ یاغیان وژل شوي


د پاکستان جنګي جیټ الوتکو په صوبه سرحد کې د یاغیانو په یوه ځای باندې بمبارۍ کړي لږ تر لږه ۴۵ تنه یې وژلي دي.

پاکستاني چارواکو او یاغیانو دواړو دا تایید کړې چې دا حمله نن د خیبر ایجنسۍ د (تیرا) په ناوه کې شویده.

خیبر هغه مهمه لاره ده چې افغانستان ته د ناټو د قواوو دپاره مواد د هغې نه تیریږي او یاغیان عموماْ په همدې سیمه کې د ناټو د موټرو او لاریو په کتارونو باندې حملې کوي.

د پاکستان اردو په دې ورستیو وختو کې په ( خیبر) او ( اورکزو) کې په یاغیانو باندې تعرضي عملیات پیل کړي دي.

چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې تراوسه پوري څه د پاسه ۳۰۰ یاغیان وژل شوي دي.

له بلي خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ( رحمن ملک) ویلي چې هغه نجلۍ چې د دې اونۍ په سر کې په کراچۍ کې د یوه کور مخي ته مړه پرته وه، د هغې پاکستانۍ ساینس پوهي لور بلل شوې چې په آمریکا کې یې تحصیلات کړي او د آمریکایانو د وژلو تور پرې لګیدلی و. دا انجلۍ فاطمه صدیقي نومېده او د ۱۲ کالو وه او مور یې ( عافیه صدیقي ) ده چې په دې تور نیول شوې چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په افغانستان کې په یوه آمریکايي عسکر باندې ډزې کړي وې.

XS
SM
MD
LG