د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې چاودنې ۴ ماین پاکان ووژل


افغان چارواکی وایی هغه بس موټر چی د ماین پاکولو کارگران پکی سواره وو نن په کندهار کی د سړک د غاړی په بم وروخوت.

د عامی روغتیا د وزارت چارواکی وایی چی په دی چاودنه کی څلور تنه وژل شوی او په لسگونو نور زخمی شوی دی.

بل پلو د آیساف قواووی وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی د هغوی یو عسکر په یوی چاودنی کی وژل شوی دی.

همدا شان د ناتو قواوو نن وویل چی د غزنی په ولایت کی یوه افغان عسکر د ایتلاف د قواوو یو عسکر ویشتلی ، سرسری یی زخمی کړی دی او پخپله تښتیدلی دی..

د غزنی په ولایت کی د ناتو په مشری په قواوو کی اکثره پولندی عسکر شامل دی.

XS
SM
MD
LG