د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او د ناټو قومندان د کندز له مشرانو سره وکتل


(عکس: AP) د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی او په دغه ملک کی د ناتو او امریکایی قواوو قوماندان په عامه محضر کی په راڅرگندیدو سره یو ځل بیا خلکو ته خپل اتحاد ښکاره کړ. دا په داسې حال کې ده چې د کندهار په ولایت کې د تندروانو په خلاف عملیاتو ته تیاری روان دی.

ښاغلي کرزي او جنرال مک کریستل د کندز په ولایت کی د سلگونو قومی مشرانو سره ولیدل.

په دی ولایت کی په دی وروستی یوه کال کی د طالبانو فعالیت زیات شوی و.

په دی وروستیو اونیو کی دا دریم ځل دی چی جمهور ریس کرزی او جنرال مک کریستل د قومی مشرانوسره د یاغیانو پرخلاف د ستراتیژی په اړه خبری کوی چی په دی ډول په پوځی عملیاتو کی د افغان حکومت د وانډی نمایندگی کوی.

د امریکی متحده ایالات سږ کالافغانستان ته دیرش زرهنور عسکر لیږی چی د طالبانو پرخلاف وجنگیږی.

په دی وروستیو وختونو کی د لویدیځو انډیوالو ملکونوسره د ښاغلی کرزی اړیکی له دی امله خړی پړی شوی دی چی ښاغلی کرزيد تیر کال د جمهوری ریاست په اناتخاباتو کی د جعل کاریو تور یی په بهرنیانو باندی لگولی دی.

د طالبانو پرخلاف مبارزه کی د افغانستان د حکومت او د هغه د ملاتړ کونکی نړیوالی ټولنی ترمینځ همکاری ډیره ضروری ده.

دواړی خواوی غواړی چی د انتخاباتو په اړه د قهرجنو تبصرو له امله د راپورته شوی تاوتریخوالی نه ص‏رف نظر وکړی.

جمهور ريس حامد كرزي كندوز ته دخپل سفر پر وخت ددغه ولايت پر طالبانو غږ وكړ چې بايد له حكومت سره د خبرو له لارېستونزې حل كړي

ګل رحيم نيازمن – كندوز

جمهور ريس حامدكرزي كندوز ته دپه داسې حال كې سفر درلوده چې له تيرو څو ورځو راپديخوا په دغه ولايت كې د دولتي قواو او مخالفو طالبانو تر مينځ جګړې تودې شوي دي، جمهور ريس حامدكرزي د خپلو خبرو په ترڅ كې د كندوز پر مخالفو طالبانو غږ وكړ چې بايد له حكومت سره د خبروله لارې هغه ستونزې چې دوي يې لري حل كړي، جمهور ريس حامد كرزي وويل:

"د كندوز پر طالبانوغږ كوم چې ورونو عزيزانو ښايسته او باغدار وطن لرئ، څه ستونزه ده او له چا سره دعوه لرئ، زمونږ دروازې خلاصې دي كرزي ته هرڅوك راځي هيڅوك د هيچا ممانعت نه كوي، خبرې راسره وكړئ او بيرته كندوز ته راشئ، خو د ټوپك له لارې نه، ځكه چې په نا امنيو كې خارجي هيوادونو ته د لاسوهنې زمينه برابريږي".

جمور ريس حامدكرزي وويل چې دوي بايد هيواد د امن خواته بوځي ځكه چې ددغه هيواد هره مور چې او لادښوونځي ته رخصتوي تشويش كوي چې كه چاودنه وشي نو اولاد به له لاسه وركړي.

جمهور ريس حامد كرزي وويل چې هره مور چې سهار خپل ځوى يا لور ښوونځي ته ليږي نا ارامه وي چې بم ونه چوي، چاودنه ونه شي او اولاديې بيرته ورشي، جمهور ريس حامد كرزي طالبانو ته په اشارې سره وويل :

"ته چې وايي تر څو چې خارجيان لاړ نه شي، جنګ به كوم، تر څو چې ته جنګ كوې دوې به دلته وي نه ځي".

جمهور ريس حامد كرزي د امن د جرګې يادونه وكړه او ويې ويل چې د ټول هيواد نمايندګان به په دغه جرګه كې ګډون كوي، او حكومت ته به لارښوونه كوي چې دغه سوله چې د حكومت له خوا اعلان شوې له كومو لارو عملي شي، جمهور ريس حامدكرزي وويل چې په كندوز كې د تيرو كلنو په پرتله حكومتدارۍ كې پرمختګ شوى او ښار هم اباد شوى دى نوموړي كندوز ته دخپل سفر پر وخت ددغه ولايت له خلكو سره ژمنه وكړه چې په كندوز كې به دشپې پوهنتون او ديني مدرسې جوړوي، هغه وويل چې په دغه ولايت كې حكومت، نظام، ديموكراسي، تعليم وتربيه او پوهنتون شته، سركونه قير ديمګر امنيت نه شته.

جمهور ريس حامد كرزي په داسې حال كې كندوز ته سفردرلوده چې د مخالفوطالبانو له خوا د كندوز پر هوايي ميدان توغندي وويشتل شول، په كندوز كې د ايساف د مطبوعاتي دفتر وياند وويل چې درې راكټونه د ايساف د مركز شاوخوا لګيدلي خو تلفات نه لري، له بله پلوه كندوز ته د جمهور ريس حامد كرزي په راتګ سره كلك امنيتي ترتيبات نيول شوي وو.

ښارته د ټولو ولسواليو لارې تړل شوې وې او ښار ته ټول داخليدونكي خلك كلك تالاشي كيدل، ځينو قومي مشرانو هم شكايت درلوده، چې دوي ته اجازه نه ده وركړل شوى چې له جمهور ريسحامد كرزي سره وګوري، اسدالله عمرخيل د اسلامي شورا مشر وويل چې كه حامد كرزي واقعا د خلكو له استازو سره خبرې وكړياو له هغوي سرهمشورې وكړينو په سيمه كې د ناامنيو ستونزه حل كيداى شي.

XS
SM
MD
LG